ايا مسلمانان شاته پاتې دي ؟ ولی ؟ د بيداری او نجات لاره يې څه ده ؟
ځواب : په دې کې شک نشته چې هيڅ مسلمان هم د اسلامې امت په اوسني حال راضې نه دی .ځکه چې مسلمانانو د الله تعالی په رسالت کې کوم چې پر هغوی يې واجب ګرځولی پاتې راغلي . لکه نړۍ ته د الهي دين دعوت او تبليغ او د دوښمنانو د مقابلې د پاره نظامي امادګۍ په برخه کې پاتې راغلی دي :
الله تعالي فرمايي :« وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ…» «آلعمران/118»
(او تاسې تر خپلې وسې وسې ډير زيات طاقت او زين کړی آسونه د هغوی د مقابلې د پاره برابر کړﺉ تر څو ددې په وسيله د الله دوښمنان او خپل دوښمنان په هيبت راولی )
او هر وخت د هغوی د مقابلې د پاره تيارسی ووسئ :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا خُذُوا حِذْرَكُمْ فَانْفِرُوا ثُبَاتٍ أَوِ انْفِرُوا جَمِيعًا (71) النسآء
(اي مؤمنانو ! هر وخت د مقابلې د پاره چمتو ووسئ بيا چې څنګه وخت و مومئ بيلابيلو ټولګي ټولګي ووځی يا ټول يو ځای ).
يعنې هيڅ کله غفلت مه کوﺉ چې دوښمن به مو غافلګير و مومي او پر تاسې به ناچاپي حمله وکړي همدارنګه د هغوی د مقابله د پاره يا ډلې ډلې او ګروپ ګروپ ووځئ چې د جنګ دې طريقه ته چريکي عمليات هم وايي او يا ټول يو څای يو موټی ووځئ .
او د مسلمانانو پر خلاف د يهودو او نصارا له دوستي ، ملګرتيا او مدد کولو څخه په هر ډول چې وي په کلکه ډډه وکړي .
قوله تعالی :[ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ]
(ای مؤمنانو ! يهوديان او نصارا په دوستۍ مه نيسئ هغوی په خپلو مينځو کې يو د بل دوستان دي ). «مائده/51»
دا هغه امور دي چې د مسلمانانو لخوا پکې کوتاهي او سستي شوې ده او د دوی د شاته پاتيدو سبب جوړ شوی . نو الله تعالی ته هيله مند يو تر څو د اسلامې امت دغه شاته پاتې والی په خپل فضل پورته کړي او په صحي مسير باندې چې پيغمبر صلی الله عليه وسلم ترسيم کړی دی لاړ شي .
پيغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ فرمايي: « تَرَكْتُكُمْ عَلَى الْبَيْضَاءِ لَيْلُهَا كَنَهَارِهَا »:[1]
(تاسې مې په روښنايی کې پریښوﺉ چې شپه د هغې په شان د ورځې ده ).
او پيغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ بل ځای فرمايي: « تَرَكْتُ فِيكُمْ أَمْرَيْنِ لَنْ تَضِلُّوا مَا تَمَسَّكْتُمْ بِهِمَا كِتَابَ اللَّهِ وَسُنَّةَ نَبِيِّهِ»:[2]
(ستاسې په مينځ کې مې دوه څيزونه پريښودل تر هغه پورې به هيڅکله ګمراه نشئ څو پورې مو چې په دغو دوه څيزونو منګلې نښلولی وي (په هغه عمل وکړی ) د الله کتاب (قرآن ) او سنت نبوي )
د مسلمانانو د شاته پاتې کيدو علت دا دی چې دوی د الله تعالی او د هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په اوامرو عمل نه دی کړی او په قرآن او سنتو يې خپلې منګلې نه دی لګولی او خپل ځان يې د دوښمن مقابلې ته نه دی برابر کړی تر څو د هغوی له مکر نه نجات و مومي .
په هر حال داسې نشو ويلای چې خير نشته او فرصت مو له لاسه ورکړی بلکه په دې امت کې د هميش د پاره خير او سعادت شته ولو که هر څومره ضعيف هم وي ځکه پيغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي : « لَا تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي ظَاهِرِينَ عَلَى الْحَقِّ لَا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَذَلَهُمْ حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللَّهِ »:[3] (پيوسته (هميشه ) به زما په امت کې يو ډله په حق وي او هغه به بريالی کيږي ، څوک چې د هغه ملګرتيا پريږدې هغوی ته به ضرر ونه رسوي تر هغه پورې تر څو قيامت برپا شي ) .
که اسلامې امت هر څومره ضعیف شي بيا هم په پوره توګه په هغه کې خير له مينځه نه ځي .بلکې داسې کسان به وي چې هغوی به د الله په دين پابند وي او د الله تعالی د دين د قيام د پاره به هلې ځلی کوي که څه هم په يوه کوچني محيط کې وي .
علماء بلدالحرام – کتاب الدعوة (7)، (2/166، 167)
آن لاين اسلامي لارښود
[1] .احمد (4/126)، ابن ماجه (43)، او طبراني په «الكبير» 18/247، 257 (619، 642). او آلباني په: «صحيح ابن ماجه» (41). صحيح بللی دی .
[2] .«موطا مالك» 2/899 (1594)
[3] . مسلم (1920) له حديث ثوبان رضی الله عنه. او په مثال د هغه له نورو صحابؤ څخه روايت کړی دی .
السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
ډیر مهم سوال دی الله ج دی موږ ټول په نيکه لاره روان کړي.
امين