يا محمد يا رسول الله ويل جايز دي ؟

 د دعوت ویب پاڼی ټولو محترمو کارکونکو ته لومړی تر هر څه نبوی تحفه وړاندی کوم   السلام علیکم و رحمت الله و برکاته  خدای ج دی وکړی چی جوړ او روغ به یاست او د صحت جامی به مو په تن وی   یو سوال لرم که د مهربانی له مخی یی را ځواب کړی منندوی به مو یم  
 سوال: آیا د حضرت محمد ص د نامه سره د (یا) لفظ ویل جایز دی او که څرنګه؟ لکه څرنګه چی ما اوریدلی دی چی د یا لفظ د هغه چا لپاره راځی چی هر ځای او هر وخت حاضر وی او همیشه ژوندی وی، نو پدی اساس دلته په کوم مسجد کی چی زه لمونځ کوم یوه ورځ می د ملا امام څخه کوم چی ډیر تکړه عالم دی پوښتنه وکړه چی آیا د حضرت محمد ص د نامه سره د (یا) لفظ ویل جایز دی او که څرنګه؟ نو ده په ځواب کی راته وویل چی هو دا صحیح ده ځکه چی موږ په (التحیات) کی وایو ایهاالنبی، د (ای) کلمه چی ده د (یا) تر کلمی نږدی او معتبره ده نو ځکه موږ د یا کلمه هم استعمالولی سو. که دا لفظ استعمالول صحیح نوی او دا مولوی صاحب وایی چی صحیح دی نو په ده پسی لمونځ راه کیږی که یا؟ نو که د مهربانی له مخی د دی پوښتنی صحیح او مدلل ځواب راته وښیاست منندوی به مو یم. 
  مننه   ذبیح الله ذهین د پلازمینی کابل څخه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم د حيات په وخت کې يا محمد يا ابوقاسم ويل جايز نه وو قوله تعالی   :لا تَجْعَلُوا دُعَاءَ الرَّسُولِ بَيْنَكُمْ كَدُعَاءِ بَعْضِكُمْ بَعْضاً ( النور/63 ).
ابن عباس رضی الله عنه وايي :مونږ به يا محمد يا ابوقاسم ويلو وروسته الله تعالی ددې الفاظو ويلو نه منع کړو او وروسته مو يا رسول الله ! يا نبی الله په لفظ  هغوی صلی الله عليه وسلم ته خطاب کولو .
د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم د وفات وروسته د يا رسول الله يا محمد ويل جايز نه دي ځکه يا حرف نداء دی چې په عرف کې د طلب او غوښتنې او دعا د پاره د پاره استعماليږي او هر چې دعا ده هغه د جلب منفعت او دفع ضرر د پاره وي .
او دغه حرف “يا” مجرد د نداء د پاره نه دی ځکه نداء د پاره ژوندي وي او د مړو د پاره په عرف کې د دعا معنی لري يعنې مدد غوښتل لکه چې ځنې خلک وايي يا علی مدد يا پيره را ورسيږي .
دا ډول الفاظ کارول حرام دي قوله تعالی : (وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا) الجن/13 ،
:« وَلا تَدْعُ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لا يَنْفَعُكَ وَلا يَضُرُّكَ فَإِنْ فَعَلْتَ فَإِنَّكَ إِذًا مِنَ الظَّالِمِينَ ( يونس ١٠٦) (بغير د الله تعالی څخه د بل چا عبادت مه کوه او نه هم بل چا ته آواز کوه ځکه چې هغه نه تا ته ګټه رسولای شي ا نه زيان او که داسې وکړې نو ته به د ظالمانو او مشرکانو څخه وشميرل شي )
او همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :« إِذَا سَأَلْتَ فَسَأَلِ اللَّهَ وَإِذَا اسْتَعَنْتَ فَاسْتَعِنْ بِاللَّهِ»[2]
(د سوال کولو په وخت کې له الله څخه سوال کوه او د کومک غوښتلو په وخت کې له الله څخه کومک غواړه )
او په تشهد کې د أيُّهَا النَّبِيُّ  لفظ د تحيې او سلام د پاره دی
اَلسَّــلاَمُ عَلَيْكَ أيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُه، اَلسَّلاَمُ عَلَيْنَا وَعَلى عِبَادِ اللهِ الصَّالِحِيْنَ، أشْهَدُ أنْ لاَ إلهَ إلاَ اللهُ وَأشْهَدُ أنْ مُحَمَّدًا عَبْدُه وَرَسُوْلُه(البخاری،مسلم اوترمذی ).
دوهم دا چې دا د الله جل جلاله خطاب دی رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په شپه د معراج کې رسول الله صلی الله عليه وسلم د الله جل جلاله سره د مناجات کولو پر مهال وويل : اَلتَّحَيَّاتُ ِللهِ وَالصَّلَواتُ وَالطَّيِّباتُ، په ځواب الله جل جلاله وفرمايل : اَلسَّــلاَمُ عَلَيْكَ أيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُه رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : اَلسَّلاَمُ عَلَيْنَا وَعَلى عِبَادِ اللهِ الصَّالِحِيْنَ، أشْهَدُ أنْ لاَ إلهَ إلاَ اللهُ وَأشْهَدُ أنْ مُحَمَّدًا عَبْدُه وَرَسُوْلُه .
دريم دا چې په تشهد کې دا الفاظ جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم لوستلی دی او مونږ يې په لمانځه کې وايو .
نو دغه په تشهد کې نداء د تحيې او سلام د پاره ده .
او د يا رسول الله يا علی يا پير الفاظو کارول د مړو په حق کې په عرف کې د مدد او دعا د پاره کارول کيږي .
فتاوي دارالعلوم ديوبند ليکي : يا رسول الله يا علی يا خواجه وغيره  ويل جايز نه دی ځکه (اياک نعبد واياک نستعين ) خاص تاته عبادت کوو او خاص له تانه مدد غواړو نو بې له خدای ج نه د بل چا نه مدد غوښتل نه دی رواه اوپه حديث شريف کې دي (واذا استعنت فاستعين باالله ) که ته مدد غواړې نو د خدای نه  يې غواړه .
عرض داچه بغير له خدای ج نه د بل چا نه مدد غوښتل او دقضايی حاجت لپاره دهغوی بلل نا رواه اوشرک دي   (ج ۱ ص ۳۵ تاج الفتاوي دارالعلوم ديوبند)
د علمي څيړنو او افتاء دايمي ټولنه ليکي :
يا محمد يا علی يا خواجه ويل د دعا به نیت (دفع ضرر او جلب منفعت )  شرک دی پورته  آيت شريف او حديث شريف د دليل په توګه بيانوي . د علمي څيړنو او افتاء ټولنه ۷۷/۱ )
وسلام  

نو ستاسې امام دې په دې خبره ځان پوه کړي هيله ده چې حقيقت به درک کړي

 آن لاين اسلامې لارښود – کابل افغانستان
Print Friendly, PDF & Email

7 تبصرې

  1. شيعه كان بايى شه متوجه شي.

  2. (وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلَا تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا) الجن/18

  3. حيات هجران شيرزاد

    السلام عليکم ورحمته الله وبکاته
    ډیر د شرم خبره ده چې يو ملا داسی خبري کوی چې علم پری نه لری لکه په پورته پوښتنه کې چي محترم ورور د خپل مسجد د ملا امام څخه کړی نو ځکه زياتره بيا د اسلام په باره کې جلا جلا خبري کوی او وایی چې فلانی ملا داسی وای او تاسی داسی نو زما په اند که څوک امامت کوی يا ځان ته عالم وایی نو بايد زياته پوه ولری او داسی هم نه ده ځکه انسان ضعيفه دی نو بيا بايد ووایی چي والله اعلم او زه نه پوهيږم نه داسی چي د ځانه خبري کوی لکه په پورته پوښتنه کې ځکه داسی ويل سړی شرک ته نيژدی کوی
    په اسلامی مينه

  4. ګرانووړونوالسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    پسله سلامه ګرانووړونوبعضی خلګ دیوپیرتراندازی زیات صفات کوی مثلاً وایی فلانی پیریادخدای(ج) دوست مارسواودجیله راووتی اویا فلانی پیرچرګه ژوندی کړه اویا فلانی پیر لوټه الماس وګرځول یا هم فلانی پیر دسهار لمونځ دلته کوی دماسپښین دپه مکه کی کوی اودماځیګر دا……… نور.اودوی بیا پردغوخبروباند دباورسره سره ددی خبری داثبات لپاره قسمونه هم خوری اوددی خبروڅخه منکر ګنهګار حتی وهابی،کافر….نور بولی او حتی دوی خپل ټول ژوندددوی په موریدی اوحذمت کی تیروی اوبعضی وړونه بیا داهرڅه یوجهالت ګڼی اوپه پیرانوباندی ردوایی اومریدان جاهلان اوعمال یی شرکی اوجاهلانه کڼی که پدی موضوع هم یوڅه ړناواچوی مهربانی به مو وی.

  5. ګرانووړونوالسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    پسله سلامه ګرانووړونو بعضی مسلمانان دیوه پیریادخدای ددوست ترحدزیات صفات کو اودده درجه اومرتبه تراندازی زیاته بیانوی لکه بعضی مسلمانان وړونه داسی وایی چی فلانی پیرمارسویامرچ سو اودبندیخانی راووتی،اویافلانی فیردسکروټی یی الماس وګرځول ی دفلانی پیر په حضورکی فلانی ګستاحی وکړل هغه ځای پرځای ړوندسو یافلانی پیریومړه چرګه راژوندی کړه اویا هم یو فلانی پیردسهارلمونځ پخپل مسجدکی کوی اودماسپښین لمونځ په مسجدالنبوی کی کواودماځدیګرلمونځ په بغدادکی کوی….نوراودغه وړونه بیاپردغوخبرودیقین سره سره قسمونه هم خوری اوددغوکراماتومنکربیاګنهګارګڼی حتی دوهابی،کافر،سلفی….نور ټاپی پرلګوی اوبعضی مسلمانان وړونه بیاددوی دردترڅنګ ددوی عمال شرکی ګڼی اومریدان یی جاهلان ګڼی اوپیران یی منافقین ګڼی اووایی چی داداسلام په دین کی هیڅ اساس اوبنسټ نه لری،اخردپیردومره عزت کول چی پسله مرګه یی هم زیارت دمریدانوډک وی اودقبرحورده یی ترابی زمزم اوتردم کړواوبوتبرکی اودهرمرض اعلاج وی ،ایادارعمال رښتیاشرکی دی اوکه یادپیر یادخدای دیوه دوست په عزت اوپالنه اوحدمت باندی دازموږمسلمانان وړونه امرکړل سویدی.
    که داعمال شریکی دی اوهیڅ بنیاد نه لری نوپه دی کی حوزموږ اکثره علماء اوملایان هم شریک دی ځکه اکثره علما یامریدان دی اویادیوپیر ترتاثیرلاندی دی،نودی حوپریږده چی نه بل ته نصیحت کولای سی بلکی دوی خپل څان هم نسی اصلاح کولای، اوبل داکه چیری موږدیوپیرپه حدمت آمر کړل سوی یونودکوم ایات اویاقوم قوی حدیث پر بنسټ آمرسوی یو اوبل داچی ایارښتیاالله دوی ته دومره مرتبه ورکړیده چی دغه ذکرسوی عمال دخلګوپه مخ کی یاپه پټه ترسره کی که څنګه؟؟؟ که موپدی اړه مااوزمانورودینی وړونوته معلومات راکړه خیر به مو وی مننه (ا.ي.آ.خ)

  6. محترمووړونوالسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    وړونو!ما پورته دیوهمطلب په اړه معلومات غوښتی دی،زه پوهیږم چی تاسوبه زیات مصروفه یاست حو بیاهم زه دغه یوارزوبیاتکرارروم اوهیله مند یم چی دپورته موضوع په اړه به ومصروفیتوسره سره معلومات راکړی. مننه

  7. وعليکم وسلام ورحمة الله وبرکاة
    مننه
    هو دا حقيقت لري ډير خلک پدې ډول بدعت ،شرکياتو او خرفاتو کې لګيا دي الله تعالی دې زمونږ پر ټولنه ورحميږي .
    په دې اړه پوره تفصيلات شته
    مهربانی وکړی لاندې مطالب ولولی :

    http://dawat.katib.org/archives/297
    http://dawat.katib.org/archives/144
    http://dawat.katib.org/archives/295