د ښځی د تي د پيو رودل حرام دی

 

نوم : نوم مې مه ليکۍ
پو ښتنه که سړی د ښځې تی وروي څه حکم لري زه ذيات وخت داسې کوم چې د ښځی تی په خوله کې نيسم چې کله مې شيدی تر ستونی تيری شي .
 
ځواب د ښځی د پيو رودل حرام دی .
 
تفصيل :
که په وخت د اختلاط د جماع کې يو سړی د خپلی ښځی تی وروي پداسې حال کې چې د پيو د نشتوالي پوره يقين وي نو جائز دی او په نکاح کې څه خلل نه راځی .
فتاوي دارالعلوم ديوبندی ج ۲ ص ۷۳۸
 
د نکاح حرمت هلته ثابتږي چې تر دوه کلنی نه په کم عمر کې وي .
حديث شريف : نه حراميږي مګر هغه شيدی چې يو طفل ته ور رودل کيږي چې هغه له شيدو څخه بيل شوي نه وي (روا ترمذی ).
 
يعنی هغه شيدی د حرمت باعث ګرځي چې طفل له دؤ کالو څخه کم وي يا د امام ابوحنيفه په نزد دوه کاله او شپږ میاشتی وي او ددی سن نه پورته باعث د حرمت نه ګرځي .
فقه جامع اهل سنت .
 
که سړي د خپلی ښځی شيدی وروي (وڅښي) ښځه ورباندې نه حراميږي ، ولی داسې کول حرام دی ځکه چې د تي د بيلتون له سن نه پورته د انسان د شيدو څښل حرام دی .
ولانتفاع به بغير ضرورة حرام شرح التنوير ج ۱ ص ۲۱۲

جنتی زيور حکيم الامت اشرف علی تهانوي رح.

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 202 times, 1 visits today)

2 تبصرې

  1. زیات سلامونه می ومنی زما یوه پوښتنه ده خدای دوکړی چی راته یی حل کړی نودستاسو به ډیره مننه وی زمایوه پوښتنه ده کچیری یوڅوک دښځی مهمبل وڅټی دشهوت په وخت کی ایا دغه څه حکم لری په اسلام کی ډیره مننه به وی چی راته حل یی کړی وسلام

  2. ځواب :
    بسم الله الرحمن الرحيم
    دجماع نه مخکې مچي کول،لمس کول او داسې نور مستحب دي ځکه چې ښځه هم د جماع لپاره اماده شي او دهغه حق ضايع نه شي .
    دټول بدن مچي کول رواه دي ولی د شرمګاه مچي کول مکروه دي ځکه دا دطبيعت خلاف کار دی (شيخ ابن جبرين رح ) .

    اوهمدارنګه : شرمګاه د انسان د فاضله موادو د اطراح لاره ده له دې وجې د داسې لارې سره د خولې لمس د مکروبونو د نقل او امراضو سبب هم کيږي
    چې ځان او بل ته ضرر رسول حرام :
    ولقوله صلى الله عليه وسلم لا ضرر و لاضرار رواه فې موطأ مالک و ابن ماجه .

    نو ويلای شو چې ټول بدن ښکلول هيڅ باک نلري بغير له فرج يا شرمګاه څخه

    فأما مسُّ العورة بالفم، أو تقبيلها، أو امتصاص أحد الزوجين فرج الآخر، فإن هذا من المُنكرات في الطباع، ومما تنفر منه النفس، ولهذا لم يرد ذكره في أغلب المُؤلفات التي تتكلم عن العشرة بين الزوجين، فنرى: أن هذا الامتصاص، أو تقبيل الفرج من المُنكر، والمكروه، لكنا لا نتجرأ على الجزم بحرمته،

    يجوز ذلك مع الكراهة، فإن الأصل أن كلا من الزوجين يستمتع من الآخر بجميع البدن إلا ما ورد النهي عنه، فيجوز مس كل منهما فرج الآخر بيده والنظر إليه ولكن النفس تكره ذلك؛ لأنه خلاف المألوف الذي يعبر عنه بالاستمتاع.

    فتاوی شيخ بن جبرين رح