هغه حج چې له خپلو شرایطو سره سم خاص د الله تعالی لپاره په داسې حال کې ترسره شي، چې حاجي پکې له ټولو ګناهونو څخه ځان ساتلی وي؛ د آخرت لپاره لویه سرمايه او یوه ستره نیکمرغي ده.
رسول اللهﷺ هغه چا ته د مغفرت زېری ورکړی، څوک چې حج وکړي او له ظاهري او باطني محظوراتو(د حج له فاسدونکو) څخه ځان وساتي، “چا چې حج وکړ او فحش خبرې او ګناه یې ونه کړه، نو له خپلو ګناهونو داسې(پاک)راګرځي لکه په کومه ورځ چې خپلې مور زیږولی و.[رواه البخاري]
د حج په قبولیت یوازې الله تعالی ښه خبر دی، البته ځيني داسې نښې شته چې د حج قبولیت ترې څرګندېږي.
١_ رښتینی نیت او اخلاص
په عمل کې اخلاص تر ټولو سخته چاره ده، په ځانګړې توګه هغه عبادت چې ښکاره وي لکه حج؛ ځکه یو څوک کولای شي چې له خلګو په پټه روژه ونیسي، یا د شپې په پټه لمونځ وکړي، خو حج داسې عبادت نه دی چې څوک یې پټ وساتي؛ ځکه خلک به خامخا خبرېږي چې دا کس حج ته تللی، نو کله چې په حج او له حج وروسته نیت رښتینی پاتې شي، دا دحج د قبولیت نښه ده. حاجي باید د دې تمه او غوښتنه ونکړي چې خلک دې هغه ته “حاجي صاحب” ووايي.
٢_ له حج وروسته غوره حالت ته ګرځیدل
کله چې حاجي له حج وروسته د خپل رب اطاعت ته ملا وتړي او حال یې د پخوا په پرتله غوره شي، دا د عبادت د قبلېدو له نښو څخه ده. ځینو سلفو ویلي دي: “د حج د قبلېدو نښه دا ده چې انسان تر حج وروسته لا ډېر ښه شي او بېرته ګناهونو ته مخه نه کړي” حسن بصري رحمه الله ویلي دي: “حج مبرور هغه دی چې انسان له دنیا څخه بېپروا شي او د آخرت طرف ته لېواله شي”.
همداراز کله چې حاجي له ګناه څخه اطاعت ته واوړي، کور ته له ستنېدو وروسته تر پخوا ډېر ښه شوی وي، نېکي یې ښکاره شوې وي، د نېکو اعمالو آثار پرې څرګند وي، له حج څخه مخکې ګناهګار وي، خو له حج وروسته د الله اطاعت کوونکی شي، یا له حج مخکې بدخویه وي او له حج وروسته نېکخویه، نرممزاجه او ښه سړی شي، نو امید شته چې حج یې قبول شوی وي.
٣_ اندامونه له ګناه ساتل
د حج د قبلېدو له نښو څخه دا هم ده چې حاجي خپل اندامونه له ګناهونو وساتي؛ لاسونه یې له ظلم او حرامو بند شي، پښې یې یوازې د خیر په لور لاړې شي، ژبه یې له فسق، دروغو او بدو خبرو وساتله شي او خېټه یې یوازې له حلالو شیانو ډکه شي.
٤_ د ناوړه ملګرو په ځای نېک ملګري غوره کول
امام غزالي رحمه الله لیکلي: ویل کېږي چې د حج د قبلېدو نښه دا ده چې حاجي پخواني ګناهونه پرېږدي، بد ملګري پرېږدي، د لهو لعب او غفلت مجلسونه پرېږدي، او پر ځای یې له نېکو ملګرو او د ذکر او بیدارۍ له مجلسونو سره مل شي. (احیاء علوم الدین)
الله تعالی دي د ټولو مسلمانانو حجونه قبول کړي.
ليکوال: حسان مجاهد
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله