د فلسطين له مسلمانانو سره مرسته

تر نفلي حج او عمرې، د فلسطین له مسلمانانو سره مرسته اړینه ده!

رسول اللهﷺ فرمايي: “زه چې د خپل ورور سره د هغه د اړتیا پوره کولو لپاره لاړ شم، دا ماته له دې څخه غوره ده چې په دې جومات – یعني نبوي جومات – کې یو میاشت اعتکاف وکړم.” (طبراني)

ستر فقیه او تابعي جابر بن زید رحمه الله، ویلي: “که زه یو یتیم یا مسکین ته یو درهم صدقه ورکړم، نو دا ماته تر نفلي حج غوره ده.” (حلية الأولياء (٣/ ٩٠)

امام حسن بصري رحمه الله ویلي: “یو سړی وايي: زه به حج وکړم، زه به حج وکړم، حال دا چې حج خو دي کړی دی، له خپلوانو سره اړیکې ټینګې کړه، کوم غمجن ته صدقه ورکړه، د خپل ګاونډي سره ښېګڼه وکړه.”  [الزهد لأحمد بن حنبل ١/‏٢١٢]

حضرت حسین بن علي رضي الله عنهما وايي:

“که زه په مدينه کې هره ورځ د یوه صاع په اندازه د یوې کورنۍ خوراکي اړتیاوې پوره کړم، یا هره ورځ د دوو صاعو په اندازه ددوی د یوې میاشتې لپاره اړتیاوې پوره کړم، دا ماته تر دې غوره ده چې له فرضي حج وروسته بیا حج ته لاړ شم.” (مصنف ابن أبی شیبة ١٣١٨٦)

د حنفي مذهب مشهور عالم ابن نجیم رح وايي: زموږ په زمانه کې تر نفلي حج صدقه غوره ده… په ځانګړي توګه د ګرانۍ او سختیو په ورځو کې، او کله چې د صدقې ګټه نورو ته ورسېږي، نو ثوابونه څو چنده کېږي.”(البحر الرائق)

امام زركشي شافعي رح وايي: “عبادي” په خپله فتاوای کې لیکلي دي: “د ابوحنیفه رح په نظر صدقه تر نفلي حج غوره ده، او په اوسني وخت کې دا نظر د منلو وړ دی.(البحر المحیط)

له امام احمد رح څخه وپوښتل شو: “یو کس څو ځله حج کړی وي او د هغه خپلوان بېوزله وي، نو دی بیا حج ته لاړ شي، که دا پیسې خپلو نېستمنو خپلوانو ته ورکړي، کوم به غوره وي؟

امام احمد رحمه الله ځواب ورکړ: “وږي کسان مړول، ماته تر نفلي حج ډېر خوښ ده.”(الفروع، ٤٩٧/٢)

له امام مالک رح څخه پوښتنه وشوه، چې حج غوره دی که صدقه؟ نوموړي ځواب ورکړ: حج غوره دی، البته په قحطي (وچکالۍ) کې تر حج صدقه ډېره غوره ده.(مواهب الجلیل في شرح مختصر خليل ٥٣٤/٢)

امام شعبي رحمه الله ته یو سړی راغی او پوښتنه یې ترې وکړه: “زه حج ته د تلو نیت لرم، خو زما ګاونډیان بېوزله دي، ته څه وایې، دا پیسې چې ما د کرایې او سفر لپاره ایښې دي، دوی ته ورکړم، که حج ته لاړ شم؟”

شعبي رحمه الله وویل: “قسم په الله، صدقه ډېر اجر لري! (مصنف ابن أبی شیبة)

عبدالله بن مبارک رحمه الله یو ځل له نورو ملګرو سره حج ته روان و، چې په دې وخت کې له دوی سره یوه مرغۍ مړه شوه. عبدالله بن المبارک امر وکړ چې مرغۍ په کثافاتو کې واچوئ، ملګري یې مخکې لاړل، او دی وروسته پاتې شو. کله چې نوموړی د کثافاتو تر څنګ تېريده، نو که ګوري، یوه نجلۍ له نږدې  کور څخه راووتله او هغه مړه مرغۍ یې ور واخیسته. عبدالله بن المبارک د هغې حالت و پوښتل، هغې ورته وویل: زه او زما خور دلته یوازې پاته یو، زموږ لپاره د خوراک هیڅ شی نشته، او له ډېري مجبورۍ مړه شیان موږ ته حلال دي، زموږ پلار ډېر مال درلود، مګر ظلم پرې وشو، د هغه مال لوټ شو او دی ووژل شو.

نو عبدالله بن مبارك حکم وکړ چې قافله بېرته راوګرځي، او خپل وکیل ته یې وویل: تا سره څومره پیسې شته؟ هغه وویل: زر دیناره. عبدالله بن المبارک وویل: له دې څخه شل دیناره کم کړه، چې زموږ تر خپله ځایه بس شي، او پاتې(٩٩٨٠) پیسې هغې نجلۍ ته ورکړه، ځکه دا مرسته زموږ لپاره د سږ کال تر حج کولو ډير غورکار دی. بیا هغه راستون شو. (البداية والنهاية؛ لابن كثير، ج9، ص184).

د فلسطین د علماوو شورا فتوا ورکړې چې له اړمنو کسانو سره مرسته کول، تر نفلي حج او عمرې غوره ده.

د فلسطین د علماوو د شورا مشر، “نواف تکروري” له  الجزیره نړیوال تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې په سختو اړتیاوو کې لګښت کول، په ځانګړي ډول د جهاد په میدانونو کې، له مستحباتو څخه نه، بلکې له فرضو شمېرل کیږي،  دا کار الله تعالی ته له  نفلي حج، قربانۍ او نورو ټولو نفلي لګښتونو څخه غوره او محبوب دی.

درنو لوستنکو!

فلسطینیان د خوړو، اوبو، درملو، او نورو اړینو توکو له کمښت سره په بې ساري ډول مخ دي. هغوی د مظلومیت، لوږې، تندې، بمباریو، یخنۍ او بې‌کوریو له خورا سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي، د زخمي ميرمنو او ماشومانو لاهم اوس له ټپونو وينې بهېږي او د درملنې هیڅ شی نه لري. د لوړو بيو له امله د عادي او ساده خوړو د اخيستني توان نه لري، ماشومان یې پښې یبله په کثافاتو کې د خوراک توکي لټوي او د اوبو د نیستۍ له کبله تروشې او زیانمنې اوبه څښي!

 نو د اسلامي امت یوه حیاتي دنده داده چې د خپلو مظلومو مسلمانانو لاسنیوی وکړي، تر نفلي حجونو او عمرو تېرشي او خپل فرضي مسؤلیت(د مظلومو وروڼو مرسته) ادا کړي، ځکه د يوې عمرې لګښت شاوخوا (١٦٥٠) ډالر او د یوه حج لګښت شاوخوا(٣٨٠٠) ډالر دی چې په دومره پیسو خورا ډېرې اړمنې کورنۍ بسیا کېږي!

حسان مجاهد

(Visited 7 times, 1 visits today)