کله چې یوه ګناه عامه شي، ډېر کسان په اخته شي او د یو عادت او رواج بڼه خپله کړي، بیا خلګو ته ګناه نه برېښي، په نن زمانه کې یوه عامه ګناه چې تر ډېره حده ځوان نسل په اخته دی او داسې دوامداره ګناه ده چې څلور ویشت ساعته انسان د الله تعالی په نافرمانۍ کې تېروي؛ هغه د ږیرې خرېیل دي، کفار غواړي د مختلفو شعارونو ترنامه لاندې دې کار ته د جواز جامه ور واغوندي، بیا نو کله چې اسلامي حکومت له یادې ګناه څخه خلګ لومړی په نصیحت او بیا د نه منلو په صورت کې جبرا را ګرځوي؛ نو د خلګو په ژوند د کړۍ را تنګیدلو موضوع ترې جوړیږي او په خلاف یې غبرګونونه ښودل کیږي.
په دې لیکنه کې موږ هڅه کړې ده چې د ږیرې خرېیلو حرمت او زیانونه او دږیرې پریښودلو ګټې را وسپړو.
د ږیرې پریښودل د قرآنکريم او حدیثو په رڼا کې
١_ کله چې موسی عليه السلام راغی او هارون علیه السلام ته وویل: بني اسرائيل چې کله د خوسکي په عبادت ګمراه کیدو تا ولې نه منعه کاوه؟
هارون علیه السلام ځواب ورکړ: “اې زما د مور زويه! زما ږېره مه نيسه، مه زما د سر ويښتان راکشوه [سُوۡرَةُ طٰه: ٩٤]
ددې آیت په تفسیر کې علامه محمد امین شنقیطي رح ليکي: دا قرآني دلیل ده چې د ږیرې پریښودل واجب ده او خرېل یې حرام دی.[تفسير اضواء البيان ٥٠٦/٤]
٢_ ابن عمر رض روایت کوي چې رسول اللهﷺ وفرمایل: برېتونه کم کړئ، ږیرې پریږدي او د مشرکينو مخالفت وکړئ![صحیح البخاري]
د ږیرې خرېل په څلورو مذاهبو حرام دی
احناف وایي: نارینه ته د ږیرې پرېکول حرام دی[در مختار]
مالکیة وایي: د ږیرې خرېیل حرام دی.[التمهید]
شافعیة وایي: د ږیرې خرېیل حرام دی[الام] [محاسن الشریعة]
حنابلة وایي: د ږیرې خرېیل حرام دی. [غذاء الألباب]
ابن حزم رح وایي: د ټولو علماوو په دې خبره اتفاق دی چې د ږیرې خرېیل حرام دی.[مراتب الاجماع]
دږیرې خرېیلو زیانونه
١_ له کفارو سره مشابهت
په ږيره خرېیلو کې له کفارو سره مشابهت راځي او له کفارو سره مشابهت حرام دی؛ ناروا کارونه څه چې په عباداتو او روا کارونو کې رسول اللهﷺ مسلمانان له دې منعه کړي دي چې له کفارو سره مشابهت وکړي، لکه د یهودو په شان لمانځه ته څوک مه رابولئ، د نصاراوو په شان قبرونه مه جوړوئ، د یهودو په شان روژې ته پېشلمی مه پریږدئ، د یهودو په شان سلام مه اچوئ او دکفارو په شان لباس مه اغوندئ!
٢_ له ښځو سره مشابهت
په ږیره خرېیلو کې له ښځو سره مشابهت راځي او رسول اللهﷺ فرمایي: هغه نارینه زموږ څخه نه دي(زما په مسیر نه دي روان) چې له ښځو سره مشابهت کوي او هغه ښځې له موږ څخه نه دي چې له نارينه وو سره مشابهت کوي[مسند امام احمد]
ابن حجر هیثمي رح له ښځو سره د سړو مشابهت له لویو ګناهونو څخه شمېرلی دی.[الزواجر]
٣_ عزت او هیبت له لاسه ورکول
په ږیره خرېیلو هغه عزت او هیبت له لاسه وځي چې الله تعالی نارینه ته ورکړی ده؛ امام غزالي رحمه الله تعالی وایي: په ږیره سره سړي له ښځو را جلا کیږي [احیاء علوم الدین]
ابن قيم الجوزیة رح وایي: په ږیره کې عزت، زینت او هییت نغښتی ده؛ ځكه له ښځو او هلکانو څخه دومره هیبت څوک نه کوي لکه څومره هیبت چې له ږیرورو کوي[التبیان في اقسام القرآن]
٤_ د نعمت ناشکري
ږیره د الله تعالی یو نعمت دى او خرېیل یې ناشکري ده؛ الله تعالی فرمایي: موږ انسان ته عزت ورکړی ده.[الاسراء ٧٠]
امام بغوي رح ددې آیت په تفسیر کې لیکي: نارينه وو ته یې په ږیرو او ښځو ته یې په کوڅیو عزت ور کړی ده.[تفسير بغوي]
احنف بن قیس رح یو ستر تابعي چې په حلم او سخا کې ضرب المثل ګرځېدلی و او د قاسان، طبس او هرات په فتوحاتو کې یې برخه اخیستې وه؛ ویل کېږي چې نوموړي ږیره نه درلوده، نو ده به ویل”زه دا خوښوم چې د لس زره درهمه په بدل کې مي ږیره ترلاسه کړې وای!”
٥_ د الله تعالی تخليق ته تغیر ور کول
کوم علماء چې د ږیرې خرېیل د خداى تعالی په تخلیق کې تغیر ګڼي هغه د الله په دې قول دلیل نیسي چې له ابلیس څخه حکایت کوي”او زه به هغوی(انسانانو)ته امر وکړم او هغوى به زما په امر په خدايي جوړښت او پيدايښت کښي رد و بدل راولي.”[سُوۡرَةُ النِّسَاء : ١١٩]
شاه ولي الله دهلوي رح وایي: د ږیرې کمول د مجوسو تګلاره ده او د خدای تعالی په انساني جوړښت کې تغیر ده[حجة الله البالغه١٨٢/١]
ځیني خلګ اعتراض کوي: چې سر خرېیل، د بدن نور ویښتان لري کول، د غاښونو ایستل او د غله لاس پرېکول، دا خو هم د خدای تعالی په تخلیق کې تغیر دی، نو دا ولي روا ده؟
ځواب یې داده چې د خداى تعالی هغه تخلیق رد بدل کول ګناه ده چې الله تعالی اجازه نه وي کړې، البته دغه شیانو ته الله تعالی خپله اجازه ورکړې ده!
٦_ د رسول اللهﷺ او خلفاء راشدينو له سنته مخالفت
ږیره پریښودل د ټولو مخکینیو پیغمبرانو(علیهم السلام)، د رسول اللهﷺ او خلفاء راشدینو سنت ده؛ حضرت عائشه رضی الله تعالی عنها وايي: رسول اللهﷺ د ګڼې/تخته ږیرې خاوند و، سینه یې له ږیرې ډکه وه.[ترمذي]
یو ځل د کسریٰ بادشاه دوه قاصدان د نبي کریم ﷺ په دربار کې حاضر شول ، دواړو ږیرې کلې کړې وې او بریت یی غټ کړي وو ، نبي کریم ﷺ چې هغوی ولیدل نو دا ورباندې ډیر زیات بد ولګیدل او ویی فرمایل : په بلا اخته شئ! تاسو ته چا د داسې شکل جوړولو حکم درکړی دی ؟ هغوی په ځواب کې وویل : زمونږ آقا کسریٰ ـ
نو نبي کریم ﷺ وفرمایل : ژباړه : لکن زما رب ماته د ږیرې د اوږدولو او د بریتو د کټ کولو حکم کړی دی .﴿البدایة والنهایة ۳/۲۶۹﴾
کله چې هم ږیره د رسول اللهﷺ سنت شوه، نو خرېیل یې ښکاره سرغړونه ده او الله تعالی فرمایي: د رسول اللهﷺ څخه سر غړوونکي بايد ووېريږي چي په كومه فتنه کښي اخته نه شي يا دردناك عذاب پرې رانشي [سُوۡرَةُ النُّور :٦٣]
٧_ په باطن باندې د ظاهر اغېز
دا یوه منل شوې خبره ده چې د ظاهر او باطن تر منځ ډېره ټينګه اړیکه موجوده ده؛ که ظاهر سم و، باطن هم سم وي او که ظاهر فاسد شو، باطن هم ورسره فاسدیږي. شریعت چې موږ له کفارو سره په ښکاره عاداتو او مناسباتو کې له مشابهت کولو منعه کړي یو، لامل یې داده چې له کفارو سره د زړه دوستي پیدا نه شي. په دې اساس ویلای شو چې د ږیرې په خرېیلو چې ظاهره بڼه له شريعته مخالفه شوه، نو نږدې ده چې زړه هم له شریعت واوړي او له کفارو او فاسقانو سره د زړه مینه او دوستي پیدا شي.
٨_ په ښکاره ګناه
ږیره خرېیل هغه ګناه ده چې په ښکاره کیږي او ګناه ښکاره کول په ګناه برسېره بله ګناه ده او دا په ګناه یو ډول زړورتیا ده؛ رسول اللهﷺ فرمایي: زما د امت ټول ګناهکاران بښل کیږي، پرته له هغه کسانو چې ګناه په اعلانيه کوي[بخاري شریف]
٩_ په ګناه همیشتوب کول
له ګناه څخه د رښتینې توبې شرط داده چې ګناه به پریښودل کیږي او پښېماني به څرګندوي، ږیره خرېیل که څه هم وړه ګناه ده خو علماوو ویلي دي چې وړه ګناه په همیشه کولو سره کبیره ګرځي او کبیره ګناه د سړي ایمان ته سخت تاوان رسوي.
د ږیرې پریښودلو روغتیایي ګټې
کله چې شریعت موږ ته په یو شي امر کوي، په هغه کې د اخروي ګټو تر څنګ دنيوي ګټې هم ډېرې نغښتې وي، نن زمانه کې اکثره کفارو اسلام ته وروسته له هغه غاړه ايښې ده چې د اسلامي احکامو ګټې یې لیدلې دي. ږیره پریښودل هم داسې حکم ده چې په منلو سره یې څوک له یوشمېر روغتیایي ګټو برخمن کیږي او له ډول ډول ناروغیو ژغورل کیږي.
د یوې څېړنې له مخې، ږیره د پوستکي د سرطان او د انسان د زړښت مخنیوی کوي، ځکه چې ږیره د لمر د الټرا وایلیټ وړانګو مخه نیسي.
دا څیړنه د استرالیا د کوینزلین وهنتون څیړونکو لخوا ترسره شوې.
څیړونکو وموندله چې د ږیرې پر مټ انسان کولای شي، د پنځه نوي سلنه زیان لرونکي الټرا وایلیټ شعاعو څخه وساتل شي، د الټرا وایلیټ شعاعو څخه ساتنه هم د پوستکي د سرطان خطر کموي، او څومره چې ږیره غټه وي، هغومره د لمر د وړانګو مخه نیسي، او په دې توګه د هغې محافظتي اغیز لري؛ ځکه چې د لمر وړانګې د پوستکي د زړښت یو عامل دی، ږیره د پوستکي په ځوان ساتلو کې مرسته کوي او د ویښتانو ظاهري بڼه ځنډوي.
له بلې خوا، « وال سټریټ» ویب پاڼه په ډاګه کوي چې ږیره په ژمي کې د پوستکي لاندې تودوخه ساتي. په دې اړه د غاښونو متخصص ډاکټر جیرمي فینټن وايي چې بدن د ویښتانو د موقعیت په تنظیمولو سره د سړې هوا په وړاندې غبرګون ښيي او د ږیرې ویښتان هم کولی شي مخ د سړې هوا له تودوخې وژغوري.
ډاکټر زیاته کړه: “تخته ږیره، یا حتی لویه ږیره، نه یوازې د ښکلا یا فیشن لپاره د پیروۍ عنصر دی، بلکې دا د پوستکي لپاره ګټورې ځانګړتیاوې هم لري.
د جلدي ناروغیو متخصصه( ناتالیا کوزلوفا) په وینا، په مخ د ږیرې او زنې درلودل په پوستکي کې د طبیعي تیلو په ساتلو کې مرسته کوي، چې په پایله کې د مخ پوستکی ښه رطوبت ساتي.
سرچينې: [ادلة تحریم حلق اللحیة: محمد بن احمد بن اسماعیل] او [الجزیره تلویزیون]
حسان مجاهد
پای
(Visited 57 times, 1 visits today)