وروڼو او خويندو! د آخرې زمانې ژوند له دا ډول پيښو سره تړلی دی، طبيعي پيښې په ډيرو ملتونو او ولسونو کې پخوا هم شوې او وروسته هم کيدونکي دي.
مګر د شکر ځای دا دی چې مونږ الله تعالی مسلمانان او د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم امتيان ګرځولي يو.
په زلزله کې وفات شوي ورونه او خويندې مو شهيدان دي، د شهيدانو درجې لري، د زخمیان لپاره يې اجر او د هغوی سره مرسته او مدد لويه صدقه او د زکات لومړني مستحقین ګڼل کيږي:
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي:
«أمتي هذه أمةٌ مرحومةٌ، ليس عليْها عذابٌ في الآخرةِ، عذابُها في الدُّنيا، الفتنُ، والزلازلُ ، والقتلُ»[1].
ژباړه : زما امت ،هغه امت دی چې د الله تعالی د جانبه رحمت ورباندې شوی دی، د هغوی لپاره په آخرت کې عذاب نشته، د هغوی لپاره په دنيا کې عذاب دی چې فتنې، زلزلې او جګړې دي .
امتحان او عبرت:
ژوند او مرګ دواړه د الله تعالی آزمايښت دی مونږ آزمايي چې پاتې کسان د زلزله له قربانيانو سره څه کوي؟
او د عبرت درس دی چې ګورئ مسلمانانو! دغه د دنيا ژوند او د دنيا هستي ده چې هيڅ وفا او بقا نلري، کله چې د الله تعالی حکم وشي نو په څو ثانيو کې هر څه ختموي.
د آخر زمان ژوند دی د فتنو زمانه ده بايد چې هر لحظه خپل رب ته متوجه ووسو او پخپل دين عمل وکړو .
آن لاين اسلامي لارښود
—————–
[1] – رواه ابؤداود ، صحيح أبي داود -الألباني :۴۲۷۸.