د طائف د قصې لوستلو په وجه د بريطانوۍ ښځې اسلام راوړل

مصاحبه کوونکی فهد الکندري وايي:دا بريطانوۍ ښځه چې کلیر نوميږي له اسلام راوړلو مخکې له شرابو او د خنځير له غوښو څخه پرهيز کوي او روژه نيسي، په هغه باندې د طايف د سفر قصه تأثير کوي او ايمان راوړي… خپله قصه داسې بيانوي :

ما ته مې يوې ملګرې وويل چې مسلمانان د عيسی عليه السلام په رسالت باندې ايمان لري، نو وروسته مې د قرآنکريم انګليسي ژباړه پيدا کړله، په داسې حال کې چې ما امتحان لرلو مګر د امتحان د مضمون په عوض مې قرآن ولوستلو د قرآن قصې ډيرې منطقي وي بيا مې په پوهنتون کې له خپلې ملګرې سره يوه ورځ د رمضان روژه ونيوله .

کله مې چې د حناب نبي صلی الله عليه وسلم د طايف د سفر قصه ولوستله، چې طايف ته يې سفر وکړ څو د هغه سيمي خلک اسلام دعوت کړي،خو هغوی د جناب اهانت کوي، هغه رټي او پر ډبرو يې ولي .. او دغه مهال الله پاک د غرونو پریښتو ته حکم کوي چې غر ورباندې نسکور کړي مګر پر خپل قوم باندې مهربانه پيغمبر له هغوی څخه د عذاب دفع کول غواړي او هغوی ته د هدايت دعا کوي، نو دغه قصې پر ما باندې ډير تأثير وکړ چې ښايي له اسلام راوړلو مخکې ما ته چا د اسلام خواته لارښوونه کړې وي .

نو وروسته مې د اسلام راوړلو په هلکه و پوښتل هغوی را ته وويل: چې اسلام راوړل بايد علني او ښکاره وي مګر ما یوازې له خپلو ملګرو سره خبره کړې وه، بيا ماته زما ملګرې وويل : چې شيطان نه غواړي چې ته پر الله پاک ايمان راوړې، که څه هم چې زما له خپلې کورنۍ سره مينه وه خو د هغوی اجازې ته مې انتظار ونه کړ جومات ته لاړم او هلته مې شهادتين وويل او يو کال وروسته مې خپل اسلام راوړل اعلان کړل .

په پای کې په ژړغوني اواز داسې وايي :

مونږ لره ښايي چې يوازې الله سبحانه وتعالی ته د بنده ګۍ سر ټيټ کړو .

د هغه پرته نورو ته د خدایی حيثيت ور نه کړو .

منبع: المسلمون الجدد – فهد الکندری

ژباړه : آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email