د طاغوت له ملګرتيا لاس واخلئ ځکه چې ماتي حتمي ده

إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا (يقیناً چې باطل ورکيدونکی دی) .

 په نړۍ کې ډير باطل انقلابونه تير شوي دي مګر يو يې هم بقاء نلري او له منځه تللي دي .

د فرعون رژيم نسکور شوی دی، د نمرود حکمراني له منځه تللې ده .

د لوط فاحش او لنډغر قوم تباه شوی دی .

د جنګيز باطل فکري حرکت چې د بقا لپاره يې ډېرې ناحقه وينې تويې شوې له ميځه تللی دی .

سوسياليزم او کمونيزم چې د بقاء لپاره يې ډيرې ناحقه وينې تويې شوې په ټول عالم کې له منځه تللی دی .

همداسې په نن عصر کې پر اسلامي نړۍ او په ځانګړي توګه زمونږ پر هيواد باندې ظالم وحشي صليبي يرغل وو چې مشری يې د امريکا طاغوتي رژيم کوله او تقريباً ټوله کفري نړۍ يې تر شا ولاړه وه، د طاغوت او کفري سلطې د بقاء لپاره يې ډير مال او ډيرې ناحقه وينې تويې شوې .

او کوم ظلم او وحشت يې چې تر سره کړ هر څه مو پر خپلو سترګو وليدل او د بصيرت خاوندان يې په درک ښه پوهيږي وضاحت ته يې ضرورت نشته.

مګر دا يو طاغوتي او باطل حرکت وو الله تعالی ټول عالم ته خپلې د قدرت نښانې وښودلې چې يو قوي او په جنګي تنالوژۍ سمپال نړيوال کفري حشر يې د ډيرو ضعيفو صالحو مؤمنانو پر لاس له شرموونکي ماته سره مخامخ کړ او د اسلام او مسلمانانو پر ضد يې چې کومه شيطاني پروژه پر ځای پريښې وه هغه هم دړې وړې شوه … هر څه په خپلو سترګو وينئ .

نو په دې باندې پوره يقين ولرئ چې د باطل ماتي حتمي ده، ان شاء الله – إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا.

پس په نړۍ کې يوازنی انقلاب چې د قيامت تر ورځې به په پوره زور او جوش سره مخ پر وړاندې روان وي کوم انقلاب دی ؟ اسلام او د هغه رښتيني او برحق پيروان.

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم يې په اړه فرمايي: «لَا تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي قَائِمَةً بِأَمْرِ اللَّهِ لَا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَذَلَهُمْ أَوْ خَالَفَهُمْ حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللَّهِ وَهُمْ ظَاهِرُونَ عَلَى النَّاسِ» (رواه مسلم:۱۰۳۷).

ژباړه : {زما په امت کې به پرلپسې يوه ډله د الله پاک په حکم باندې ولاړه وې، د دوی يوازې والی او د دوښمن مخالفت به دوی ته هيڅ زيان ونه رسوي تر دې پورې چې د الله تعالی حکم راشي او دوی به پر خلکو ښکاره او غالب وي}.

نو دا د الله تعالی وعده وه له مسلمانانو سره ځکه چې پايله د متقيانو ده، د مجاهد ولس قربانۍ او کاميابۍ د پاکستان طاغوتي رژيم ته منسوب کول يا معامله او بل څه ګڼل د مسلمان له شانه سره نه ښايي .

اوس ستاسې خوښه !

د کفر او طاغوت دوستي د غڼې کور دی چې په معمولي ټکان سره له منځه ځي، چې دوستي او ملګرتيا يې د دنيا او آخرت ذلت او رسوايي ده .

او که غواړئ د دنيا اصلي عزت، وقار او سعادت او همداسې د آخرت عزت تر لاسه کړئ په اسلام باندې منګولې ټينګې کړئ، د کفر د بقاء پر ځای د اسلام د بقاء لپاره کار وکړئ .

د فحشاء د ترويج پر ځای پاکدامنۍ ته کار وکړئ …

د سود، قمار، رشوت، احتکار ، بازاري انحصار پر ځای اسلامي اقتصادي نظام ته کار وکړئ.

د پرديو د بقاء پر ځای د خپلو د بقاء لپاره کار وکړئ.

د وضعي قانون پر ځای د قرآن قانون جوړولو او عملي کولو لپاره کار وکړئ

نور خپله فکر او قضاوت وکړئ .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 41 times, 1 visits today)