په ديموکراسۍ کې د ښځو د آزادۍ مطلب ؟

د اسلامي نړۍ پر وړاندې د غربي کفري نړۍ د فکري جګړې دری ستر وسايل دي:

اول – سیکولریزم يا علمانيت (بي ديني)، د سياست، تعليم او مډيا د سکولر کولو کوښښ.

دوهم – قوميت (په مسلمانانو کې د قوم، سمت او ژبې پایلل او ددې په وسيله د هغوی ويشل ).

دريم – د ښځې آزادي .

الله تعالی انسان آزاد پيدا کړی دی ، اسلام د بنده ګانو له بنده ګۍ څخه انسانان د خپل خالق د بنده ګۍ لوري ته بولي، الله سبحانه وتعالی فرمايي: [يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ…] (البقره :۲۱).

ژباړه: اى خلقو! د خپل رب عبادت كوئ، هغه (رب) چې تاسو يې پیدا كړي یئ.

 په قرآنکريم کې يو ځانګړی سورت د «النساء» په نوم دی چې دغه مهم بنسټ ته اشاره کوي چې سړي او ښځې له يو نفس څخه پيدا شوي دي، الله سبحانه وتعالی فرمايي: يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيرًا وَنِسَاء … (سوره النساء :۱ ).

ژباړه: اى خلقو! له خپل رب نه ووېرېږئ هغه چې تاسو يې د یو نفس نه پیدا كړي یئ او له هغه نه يې د هغه جوړه پیدا كړې ده، او له دغو دواړو نه يې (په ځمكه كې) ډېر سړي او ښځې خواره كړل.

د مصلحت او نظم ساتلو لپاره يې نارينه د کور مشر ګرځولی دی [الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء…]

ځکه کچيرې د کور لپاره دوه مشران وي لکه : په ديموکراسۍ کې نو کډوډي را منځته کيږي ځکه کچيرې د بيړۍ دوه چلوونکي وي نو بيړۍ به عرقه کړي .

مسلمانه ښځه او نارينه فطرتاً آزاد دي، مسلمانه ښځه د کور ملکه او د خپل مال متصرفه ده .

نو د غربيانو او اسلام دوښمنو د ښځې له آزادۍ څخه مطلب څه دی ؟

د خپل ولي، سرپرست ، محرم او خاوند څخه آزادي چې هر چيرې ځې او هر څه کوي سرپرست او مشر يې د پوښتنې او اجازې حق نه لري .

او د ښځې د آزادۍ څخه يې مطلب د ښځې ازادول دي له حجاب او لباس څخه .

او د ښځې ازادول يې مطلب دي له خپل کور او اصلي دندې څخه تر څو له نارينه وو سره يې کډې کړي او بې حيا او فاحش محيط او ټولنه را منځته کړي .

نو کله چې ښځه له خپل کور او خپل حجاب او پردې څخه آزاده شوه ټولنه له لويې بربادۍ سره مخ شوه، ځکه هغه کسان چې د مدارسو او پوهنتونو څخه فارغيږي امکان لري يو شمير وي او امکان لري داسې کسان هم وي چې د هيڅ مدرسې او پوهنتون څخه فارغ شوی نه وي خو د مور داسې مدرسه او پوهنتون دی چې د هغه څخه هر مسلمان او حتی هر انسان فارغيږي کچېرې دا مدرسه صالحه شوه نو فارغان به يې هم صالح وي او که فاسده شوه فارغان به يې هم فاسد وي او د کور څخه د ښځې د آزادولو او ايستلو معنی د دغه مدرسې او پوهنتون بربادول دي .

غربي دوکتور سوليفان (Dr:Soliphan) په دغه حقيقت باندې داسې اعتراف کوي :

په امريکايي ټولنه کې د کورني نظام د پاشلو او زياتو جرمونږ وجه دا ده چې ښځې خپل کور پرېښی نو کورنۍ نظام ضعيف شو او د اخلاقو سطحه ټيټه شوه .

تجربو دا په ثبوت رسولې ده چې د هلاکت څخه د نوي نسل د خلاصون لپاره يوازنی لاره دا ده چې ښځه خپل حريم ته بيرته ور وګرځي [1].

آن لاين اسلامي لارښود

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ-

[1] – الاختلاط بين الجنسين ص ۱۰۶ ، المرأة بين الفقة و القانون :ص :۲۵۳ .

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 23 times, 1 visits today)