نن دوشنبه د ذوالحجې (۸) د حج مناسک پيل شول او سبا سه شنبه د عرفې ورځ ده .
د عرفې ورځ هغه ستره او مهمه ورځ ده چې د کائيناتو ستر څښتن قسم ورباندې ياد کړی دی، عرفه د مسلمانان ستر منعوي اختر دی ځکه په دغه ورځ باندې اسلام پوره شوی او الله تعالی پر مونږ باندې د اسلام ستر نعمت لورولی دی، الله سبحانه وتعالی فرمايي: [الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإسلام دِينًا].
ژباړه : نن ورځ ما ستاسې لپاره ستاسې دين پوره کړ او پر تاسې مې خپل نعمت تمام کړ او اسلام مې ستاسې لپاره دين غوره کړ .
پورته آیت شريف په همدې ورځ باندې نازل شوی دی .
په دې ورځ باندې روژه نيول سنت او دومره لوی فضيلت او اهميت لري چې ددې يوې ورځې روژې نيولو په برکت بنده ته حتی د راتلونکي کال کوچني ګناهونه هم معاف کيږي :
جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :«صِيامُ يُومِ عَرَفة، أحْتَسِبُ على اللهِ أنْ يُكَفِّر السنَة التِي قَبْلَه، والسّـنَة التِي بَعْده»[1]
ژباړه : د عرفات د ورځي د روژې نيولو په ثواب کې مې په الله دا اميد دي چې د راتلونکي کال ، او تير سوي کال ګناهونه پري معاف کړي.
نو مستحبه دا ده چې د کور ټول بالغان نارينه او ښځينه دغه روژه ونيسي.
او دا د بښنې، استغفار او دعا کولو ورځ ده ، په دغه ورځ باندې شيطان ډير زيات خپه وي ځکه په دې ورځ باندې الله تعالی خپلو ډيرو بنده ګانو بښنه کوي[2] .
پاملرنه ! ټول وروڼه او خويندې بايد کوښښ وکړي او دغه د خير ستر فرصت له لاسه ور نه کړي ځکه چې له ډیرو مشکلاتو سره مخ يو ، او ددې ټولو حل د الله تعالی طرف ته رجوع ده .
د عرفې د ورځې غوره دعا او ذکر دا دی :« لا إله إلاَّ الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير»[3]
و بالله توفيق
[1] – رواه مسلم .
[2] – اخرج مسلم : «مَا مِنْ يَوْمٍ أَكْثَرَ مِنْ أَنْ يُعْتِقَ اللَّهُ فِيهِ عَبْدًا مِنْ النَّارِ مِنْ يَوْمِ عَرَفَةَ وَإِنَّهُ لَيَدْنُو ثُمَّ يُبَاهِي بِهِمْ الْمَلَائِكَةَ فَيَقُولُ مَا أَرَادَ هَؤُلَاءِ»
[3] – [الترمذي، وحسنه الألباني في صحيح الترمذي 3/184].