د خويندو احکام (۵)، د کافرو ښځو څخه لريوالی

(په بهرنيو هيوادونو کې د ميشتو کسانو لپاره مهم نصيحت دی نو تر پايه يې په پوره حوصله ولولئ )

کومې مسلمانې خويندې چې غربي او کفري هيوادونو کې اوسيږي هغوی ته پکار ده چې د کافرو ښځو څخه لرې ووسئ، پارک، ميله ځايونو او نورو ځایونو ته ور سره لاړې نشي، مسلمانانو ته پکار ده چې پخپل مینځ کې سره ټول شي په خپلو منځونو کې راشه درشه ولري او ضرور جومات ولري او کچیرې د جومات د ساختمان ځای او امکانات نه وي بايد يو ځای په کرايه ونيسي او د مسلمانانو د ټوليدو، ديني درس او ديني وعظ او بيان ځای موجود وي که داسې نه وي نو مسلمانان او د مسلمانانو نوي نسلونه د کفري طاغوت ښکار ګرځي، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : که په کوم کلي يا صحراء کې دری کسان وي او دوی د جماعت لمونځ ادا نه کړي نو پر دوی باندې به شيطان مسلط شي. فعليکم بالجماعة فَأِنَّمَا يأکُلُ الذِئبُ من الغَنم القَاصِيةَ .

ژباړه : نو تاسې د جماعت لمونځ ادا کوئ ځکه چې ليوه هغه پسه خوري چې له رمي څخه جلا وي.

♣♣♣

مسلمانې خويندې به ځکه له کافرو ښځو څخه لرې ګرځي چې هغوی ته دين، حجاب، پاکدامني او حلال حرام کوم اهميت نه لري .

که څه هم تاسې ته به د هغوی تنالوژې او ظاهري ډول سينګار ښه ښکاري مګر دا ټولنه د اخلاقي او انساني ارزښتونو لرې په فحاشت کې غرقه ټولنه ده.

♣♣♣

یوه عربي مجله د غربي ټولنې حالت داسې بيانوي :

يو کس مې په فرانسه کې وليد چې په فکر کې وو، ما ورته وويل: څه فکر کوې؟ ويې ويل: دا فکر کوم چې خپل پلار څنګه ووژنم، ما ويل ولی ؟ ويې ويل: يو نجلۍ مې خوښه وه هغه يې زما څخه واخيسله، نو دا د هغوی د اولادونو د تعامل او سلوک کچه ده له خپلو والدينو سره[1].

♣♣♣

يو بل امريکايي ځوان را ته وويل: زما يوه نجلۍ خوښه وه نو د هغه سره د وادو کولو لپاره مې له خپل پلار څخه اجازت وغوښتلو، پلار مې را ته وويل: هغه ستا هم خور ده او هم ستا مور ده خو ته نه پوهيږې، بيا مې بله خوښه کړه د هغې په اړه يې هم همدا خبره را ته وکړه او دريمه مې هم خوښه کړه د هغې په اړه يې هم دا خبره وکړه بيا مې خپلې مور ته دا عرض وړاندې کړ هغې را ته وويل: زوی کومه دې چې خوښه ده د هغې سره واده وکړه ، ته هم د هغه زوی نه خو پلار دې خبر نه دی ( ته هم حرامي يې خو پلار دې خبر نه دی). نو کفارو داسې حال دی[2].

♣♣♣

سي ان ان پخپل يو راپور کې وايي چې په امريکا کې ځنې شميرې څرګندوي چې په دغه هيواد کې د ناوړه فحاشت له امله ۶۵ ميليونه کسان په داسې جنسي نارغيو باندې اخته دي چې علاج نلري.

نو په دې وجه مسلمانې خويندې بايد د کافرو ښځو له ملګرۍاو ارتباط څخه ځان وساتي چې دين او حياء ته يې زيان رسيږي .

♣♣♣

جرير بن عبد الله رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي:

«أَنَا بَرِيءٌ مِنْ كُلِّ مُسْلِمٍ يُقِيمُ بَيْنَ أَظْهُرِ الْمُشْرِكِينَ» رواه أبو داود ( 2645 ) ، والترمذي ) 1604 ) .

ژباړه : زه له هر هغه مسلمان څخه بيزاره يم چې د مشرکينو په منځ کې اوسيږي.

د « بَرِيءٌ » معنی له اسلام څخه وتل نه دي بلکي داسې کول لويه ګناه ده ( په هغه صورت چې څوک اسلام پوره عملي نشي کړلی).

جرير بن عبدالله البجلي رضي الله عنه وايي چې ما په دغه خبرو له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره بيعت وکړ :

« أَنْ تَعْبُدَ اللَّهَ وَتُقِيمَ الصَّلاَةَ وَتُؤْتِيَ الزَّكَاةَ وَتُنَاصِحَ الْمُسْلِمِينَ وَتُفَارِقَ الْمُشْرِكِينَ» أخرجه النسائي (4177)، وأحمد (19253)، والبيهقي (18207).

ژباړه : چې يوازې د الله عبادت کوم، لمونځ به ادا کوم ، زکات به ورکوم، او مسلمانانو ته به نصيحت کوم او له کفارو او مشرکينو به جلا کيږم.

آن لاين اسلامي لارښود

———————————–

[1] – قال لي أحدهم: ذهبتُ إلى فرنسا و رأى شابّاً ،قال له: بماذا تفكّر؟ قال له: أُفكّر أن أقتل أبي، فقال له: لماذا ؟ فقال: أحبّ فتاةً فأخذها منّي، هذا مستوى تعامل الآباء مع الأبناء هناك.

[2] – أنّ شابّاً في أمريكا أحبّ فتاةً فاستأذن أباه في الزواج منها، فقال له: لا يا بنيّ إنها أختك وأمّك لا تدري، فلمّا رأى فتاةً ثانية أعجبتهُ، وعرض على أبيه هذا الأمر، فقال له: لا يا بنيّ إنها أختك وأمّك لا تدري، فلمّا أعجبته فتاةٌ ثالثة واستأذن أباه مرّة ثالثة فقال له: لا يا بنيّ إنها أختك وأمّك لا تدري، فلمّا ضجِر الشابّ عرض الأمر على أُمّه، فقالت: خذ أيّهن شئْت فأنت لسْتَ ابنه وهو لا يدري !! هكذا حال الكفار.

Print Friendly, PDF & Email