د خويندو احکام (۳) په عامو ځایونو کې د جامو بدلول

۵- د پلار، خاوند او  محارمو د کور پرته بل ځای کې د جامو بدلول:

په هوټل، بازار،حمام يا آرايشګاه او نورو عامه ځايونو کې چې د فتنې ويره وي د ښځو لپاره د جامو بدلول جواز نه لري،او همدارنګه دا يو کنايه ده چې بيګانه خلکو ته د خپل ستر او عورت ښکاره کول لويه بې شرمي ده.

 رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:« أَيُّمَا امْرَأَةٍ وَضَعَتْ ثِيَابَهَا فِي غَيْرِ بَيْتِ زَوْجِهَا فَقَدْ هَتَكَتْ سِتْرَ مَا بَيْنَهَا وَبَيْنَ اللَّهِ » (صحيح أخرجه الترمذي وابن ماجه).

ژباړه: هرې ښځې چې د خاوند د کور نه بغير بل ځای خپلې جامې ويستلې يقيناً هغې د خپل ځان او الله تعالی تر منځ پرده څيرې کړی ده[1].

په اوسني عصر کې مونږ وينو چې ځنې خويندې هوټلونو ته له ځانه سره جامې وړې يو یا دوه ساعته وروسته خپلې جامې بدلوي، چې دا اسراف ، شهرت او افتخار او بې شرمي ده ځکه څوک ددې ضمانت کولای شي چې هلته به پټې کامرې او و غيره نه وي.

او همدارنګه آرايشګاه سراسر د لعنت، فحشاء او بې دينۍ شيطاني ورکشاپ دی چې دغې شيطاني ورکشاپ ته د مسلمانې خور ورتلل مطلق حرام دي، او هره خور چې ورځي د الله تعالی د قهر او لعنت سبب دی.

۶- د بيګانه تکسي چلوونکي سره يوازې سفر:

په ټيکسي و غيره کې بغير د نامحرم څخه سفر کول حرام دي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«لا يَخْلُوَنَّ رَجُلٌ بِامْرَأَةٍ وَلا تُسَافِرَنَّ امْرَأَةٌ إِلا وَمَعَهَا مَحْرَمٌ» (۳۰۰۶ بخاری).

ژباړه: هيڅ بيګانه سړی به د بيګانه ښځې سره خلوت نه کوي او هيڅ ښځه دې بدون له محرم څخه سفر نه کوي.

«من كان يؤمن بالله واليوم الآخر فلا يَخْلُوَنَّ بامرأة ليس معها ذو محرم منها، فإن ثالثهما الشيطان» (رواه أحمد وصححه الحاكم ووافقه الذهبي، وصححه الألباني في غاية المرام -۱۸۰) .

(څوک چې پر الله او ورځ د آخرت ايمان لري هغه دې د ښځې سره چې محرم يې نه وي کډون نه کوي ځکه چې دريم يې شيطان دی).

[1] – د پورتي حديث شريف په شرحه کې د حرمين شريفينو عالم ابن عثيمين رحمه الله وايي:

ددې څخه مقصد هر هغه ځای دی چيرې چې ددې ويره وي چې که ښځه خپلې جامې بدلې کړې نو د هغې د عورت او ستر د ښکاره کيدو ويره وي.

آن لاين اسلامي لارښود

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ-

فالمراد أن المرأة تضع ثيابها في حال يخشى أن يطلع عليها من لا يحل له الاطلاع عليها ” انتهى .

وجاء في “فتاوى اللجنة الدائمة” (17/224) :

” مراده صلى الله عليه وسلم والله أعلم : منعها من التساهل في كشف ملابسها في غير بيت زوجها على وجه تُرى فيه عورتها ، وتتهم فيه لقصد فعل الفاحشة ونحو ذلك ، أما خلع ثيابها في محل آمن ، كبيت أهلها ومحارمها لإبدالها بغيرها ، أو للتنفس ونحو ذلك من المقاصد المباحة البعيدة عن الفتنة- فلا حرج في ذلك ” انتهى .

او د الجزائر عالم شيخ أبي عبد المعزِّ محمَّد علي فَرکُوس حفظه الله وايي: يدخل في النهيِ نزعُ الثياب في الحمَّامات؛ إذ المرأةُ ـ غالبًا ـ لا تستر عورتَها مِنَ النساء، ولا وجهَ لدخولها في الوعيد إذا ما نَزَعَتْ ثيابَها عند محارمها أو بين نساء المؤمنين مع المحافظة على سَتْر العورة.

Print Friendly, PDF & Email