اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.!
هیله ده تاسو ټول شه اوسي، الله تعالی مو عبادت قبول او منظور وګرځوي.
دوه پوښتنې لرم هیله راته یی ځواب کړي:
لومړۍ پوښتنه: ایا اینهیلر سره روزه ته کوم نقصان رسیږي…؟ اینهیلر هغه وسیله ده چې وچ پوډر ورڅخه سګو ته کش کیږی یعنی د د خولې د لارې تنفس سګو ته، دا هفه ناروغان استعمالوی چې د سینې په تکلیف اخته وي لکه سا لنډي او داسی نور.
دوهمه پوښتنه: ایا د غاښونو د کریم په استعمال روزې ته کوم نقصان رسیږی که څنګه…؟
روژې مو قبولې شه
محمد ولی له امریکا څخه
♣♣♣♣♣♣
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
په روژه کې د مصنوعي اوکسجن استعمال په اتفاق د معاصرو فقهاوو جايز دی روژې ته څه نقصان نه رسوي ځکه چې د طبيعي اکسجن حکم لري.
او د اوکسجن د پوډر يا اينهيلر چې په عربي کې «بخاج الربو» ورته وايي څه اختلاف شته مګر د مجمع الفقه الاسلامي، منظمة الاسلامية للعلوم الطبية، مجموع فتاوی البلد الحرام او مرکز الفتاوی الاسلام ويب په نزد جايز دی روژې ته څه نقصان نه رسوي ځکه :
۱- کوم پوډر چې کشکول کيږي هوا ده د خوراک او څښاک حکم نلري.
۲- کچيرې مری ته کوم شی داخل شي نو هغه ډير لږ وي (د نخود د دانې څخه ډير کم وي) چې روژې ته نقصان نه رسوي .
او د غاښونو په کريم سره روژه مکروه کيږي (ثواب يې کميږي).
مجمع الفقة الاسلامية ۱۰/۶۴۱ ، ندوة رؤية الاسلامية لبعض المشکلات الطبية المعاصرة في دار البيضاء (ص ۶۳۹) ، فتاوی علماء البدالحرام : ۱۹/۲۱۱ ، مرکز الفتاوی الاسلام ويب فتوی رقم :۲۲۰۱۵۹ .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله