د آذان څخه وروسته له جومات څخه وتل ؟

زه له خوست پوهنتون څخه ستاسې سره اړيکه نيسم، دلته مې له یو عالم څخه په بيان کې واوريدل چې څوک د آذان څخه وروسته د کوم عذر پرته له جومات څخه ووځي منافق دی ؟ که په دې اړه معلومات را کړئ .

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د آذان څخه وروسته د کوم عذر پرته له جومات څخه وتل د جمهورو فقهاوو په نزد مکروه دي او د ځنو فقهاوو په نزد حرام دي (۱).

ابی هريره رضی الله عنه وايي چې: «أمَرَنا رسولُ اللهِ صلَّى اللهُ عليه وسلَّم: إذا كنتُم في المسجدِ فنُودِيَ بالصَّلاةِ، فلا يَخرُجْ أحدُكم حتى يُصلِّيَ» (۲).

ژباړه: مونږ ته رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم کړی دی چې کله په جومات کې وئ نو لمونځ ادا کړئ نو د تاسې څخه د څوک د لمانځه د ادا کولو پرته له جومات څخه نه وځي.

او ابی هريره رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«لا يَسمعُ النِّداءَ في مَسجِدي هذا، ثمَّ يخرجُ منهُ إلَّا لحاجةٍ، ثمَّ لا يرجِعُ إليه إلَّا منافقٌ» (۳).

ژباړه : له دغه جومات څخه دې د اذان له اوريدو وروسته څوک نه وځي مګر دا چې حاجت ولري او بیا به جومات ته نه راځي مګر منافق .

په پورته حديث شريف کې د «منافق» کلمه د وعيد لپاره راغلی ده ځکه دغه عمل د شيطان سره مشابهت لري او شیطان د آذان څخه فرار کوي ددې معنی اصلي منافقت نه بلکي د فقهاوو په نزد يې معنی کراهيت او يا حرمت دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

(۱): ((تبيين الحقائق)) للزيلعي (1/182)، وينظر: ((فتح القدير)) للكمال ابن الهمام (1/474).

(۲):رواه الطيالسي في ((المسند)) (2711)، وأحمد (2/537) (10946)، والبيهقي في ((شعب الإيمان)) (2603) صحَّح إسنادَه المنذريُّ في ((الترغيب والترهيب)) (1/153)، وقال الهيثميُّ في ((مجمع الزوائد)) (2/8): رجاله رجال الصَّحيح. وقال الألبانيُّ في ((تخريج مشكاة المصابيح)) (1032): حسنٌ أو صحيحٌ.

(۳):رواه الطبراني في ((المعجم الأوسط)) (4/149) (3842). قال المنذريُّ في ((الترغيب والترهيب)) (1/153): رُواته محتجٌّ بهم في الصَّحيح. وقال الهيثمي في ((مجمع الزوائد)) (2/8): رجاله رجال الصَّحيح. وصحَّحه بمجموع طُرقه الألبانيُّ في ((سلسلة الأحاديث الصحيحة)) (2518).

Print Friendly, PDF & Email