د جمعې د لمانځه د فوت وروسته د جماعت لمونځ

د آنلاين اسلامي لارښود کارکوونکو ته!

السلام علیکم ورحمةالله

ما داسې اوریدلي دي جې د جمعې د لمانځه په مهال د ماسپښین جمات مکروه دی.

هرکله چې د جمعې لمونځ خلاص شي بعد  له هغې د ماسپښین لمونځ په جماعت باندې کیږي که نه؟

ځینې کسان وایي چې تر مازدیګره پورې جماعت مکروه دی. که مو ددغه مسئلې په اړه لږ وضاحت راکړ منندوی به مو و.

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کله چې د کوم عذر له کبله د جُمعې لمونځ قضاء شي نو قضايي نه لري (۱).

او کله چې د کوم عذر له امله د جُمعې لمونځ قضاء شي نو د دغه کسان لپاره د جمع (جماعت) لمونځ کول مکروه دي ځکه چې دا د جُمعې د لمانځه اخلال دی، کيدای نور کسان په دوی پسې د جُمعې د لمانځه اقتداء وکړي. (۲).

(۱): قَالَ فِي الْبَدَائِعِ : وَأَمَّا إِذَا فَاتَتْ عَنْ وَقْتِهَا ، وَهُوَ وَقْتُ الظُّهْرِ ، سَقَطَتْ عِنْدَ عَامَّةِ الْعُلَمَاءِ ؛ لأَنَّ صَلاةَ الْجُمُعَةِ لا تُقْضَى ؛ لأَنَّ الْقَضَاءَ عَلَى حَسَبِ الأَدَاءِ ، وَالأَدَاءُ فَاتَ بِشَرَائِطَ مَخْصُوصَةٍ يَتَعَذَّرُ تَحْصِيلُهَا عَلَى كُلِّ فَرْدٍ ، فَتَسْقُطُ ، بِخِلافِ سَائِرِ الْمَكْتُوبَاتِ إِذَا فَاتَتْ عَنْ أَوْقَاتِهَا  (البدائع :۱/۲۶۹).

(۲) : وفي الاختيار لتعليل المختار في الفقه الحنفي أيضا: وَيُكْرَهُ لِأَصْحَابِ الْأَعْذَارِ أَنْ يُصَلُّوا الظُّهْرَ يَوْمَ الْجُمُعَةِ جَمَاعَةً فِي الْمِصْرِ، لِأَنَّ فِيهِ إِخْلَالًا بِالْجُمُعَةِ، فَرُبَّمَا يَقْتَدِي بِهِمْ غَيْرُهُمْ، بِخِلَافِ الْقُرَى، لِأَنَّهُ لَا جُمُعَةَ عَلَيْهِمْ، وَقَدْ جَرَى التَّوَارُثُ فِي جَمِيعِ الْأَمْصَارِ وَالْأَعْصَارِ بِغَلْقِ الْمَسَاجِدِ وَقْتَ الْجُمُعَةِ مَعَ أَنَّهَا لَا تَخْلُو عَنْ أَصْحَابِ الْأَعْذَارِ، وَلَوْلَا الْكَرَاهَةُ لَمَا أَغْلَقُوهَا.
و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email