د مور په رحم کې د ماشوم د سقط (ضايع کيدو ) څو مسائل :

السلام علیکم و رحمه الله و برکاته!

  1. د ماشوم سقط (ضایع) کول چی د کمی مودی او او که د اوږدی مودی په سهوه او یا قصد سره څه حکم او کفاره لری؟
  2. کله چی د کومی میرمنی ماشوم چی د لږ مودی وی او که د ډیری مودی سقط شی نو تر کومه وخته به لمونځ نه کوی او روزه به هم نیسی، او یا عین د اولاد د زیږون په څیر به تر څلویښتو ورځو پوری لمونځ نه کوی او روژه به هم نه نیسی؟
  3. د ماشوم د سقط په صورت کی په کومو حالاتو کی د سقط شوی ماشوم دفن لازم او په کومو حالاتو کی لازم نه دی؟

لاندی پوښتنی او د دی اړوند ټول مسايل مو که په پوره تفصیل او تشریح سره بیان کړل ډیر احسان به مو وی.

جزاک الله خیرا

سمون

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د لومړۍ پوښتنې ځواب :

کله چې د مور په رحم کې جنين (حمل ) مړ شي هغه که قصدي وي لکه: د مور په کيډه کې وهل، يا درملو سره او يا هم خطايي وي په دواړو صورتونو کې ديت واجبيږي چې پنځه اوښان يا يا پنځوس ديناره او يا پنځه سوه درهمه دي .

پنځوس ديناره چې 212.5 ګرام سره زر او 500  درهم 1488 ګرام سپين زر کيږي د قاتل په واريثانو باندي واجبيږي او خپله قاتل باندې کفاره ادا کول مستحب دي .

کفاره د غلام آزادول که هغه نه وي دوې مياشتې پرلپسې روژه نيول دي[1].

د دوهمې پوښتنې ځواب :

کچيرې بچی ضايع شي او اندامونه يې څرګنديږي لکه: لاسونه ، ويښتان او نور نو په دې صورت کې د نفاس حکم لري مګر که اندامونه يې نه څرګنديږي يعنې د يوې مياشتې، دوو، څلورو يا تر هغه زيات وخت وي خو اندانونه يې نه څرګنديږي د غوښې د ټوټې په څير وي د نفاس حکم نه لري د مرض حکم لري – لمونځ به ادا کوي او روژه به نيسي[2] .

د دريمې پوښتنې ځواب :

د جمهورو فقهاؤ (حنفيه ، مالکيه ، شافعیه ) په نزد کچېرې د مور نه بچی پيدا شي او په هغه کې د ژوند آثار وي لکه : حرکات ، غږ ، ژړا او نور نو په هغه باندې نوم ايښتل کيږي هغه ته به غسل ورکول کيږي او د جنازې لمونځ ورباندې ادا کيږي .

مګر که هغه مړ پيدا شوي وي چې د ژوند هيڅ اثار پکې نه وي نو هغه ته به غسل ورکول کيږي احتراماً به په ټوټه کې پيچل کيږي او په هغه باندې د جنازې لمونځ نه ادا کيږي[3] .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – جاء في فقه الاسلامي وادلته :

إذا انفصل الجنين عن أمه ميتاً، فعقوبة الجاني هي دية الجنين، ودية الجنين ذكراً أو أنثى، عمداً أو خطأ: غرة ـ عبد أو أمة، قيمتها خمس من الإبل، أي نصف عشر الدية، أو ما يعادلها وهو خمسون دينارا أو خمس مئة درهم عند الحنفية  (فقه الاسلامی و ادلته ،البدائع: 325/7).

من تجب له الغرة: اتفق أئمة المذاهب الأربعة وهو الراجح عند المالكية  على أن الغرة تورث عن الجنين بحسب الفرائض الشرعية المعلومة لذوي الفرض والتعصب.

(فقه الاسلامي وادلته (5) البدائع: 326/7، الدر المختار: 417/5)

[2] – «والسقط ان ظهر بعض خلقه من اسبح او شعر ولد فتصير به نفس، و ان لم يظهر شیء من خلقه فلا نفاس لها» (فتاوی هندية ۱/۳۳).

[3] – جاء في الفقه الاسلامي وادلته / دوکتور وهبة زحيلي رحمه الله :

وقال الجمهور (الحنفية ، مالکية و شافعيه) : يصلى على المولود إن ظهرت عليه أمارات الحياة. وعباراتهم ما يأتي:

قال الحنفية: إن استهل المولود سمي وغسل وصلي عليه، واستهلال الصبي: أن يرفع صوته بالبكاء عند الولادة، أو أن يوجد منه ما يدل على حياته بعد خروج أكثره. وإن لم يستهل غسل وسمي في الأصح المفتى به على خلاف ظاهر الرواية، ويدرج في خرقة إكراماً لبني آدم، ولم يصل عليه (1).

ودليلهم حديث علي: أنه سمع سمع رسول الله صلّى الله عليه وسلم يقول في السقط: «لا يصلى عليه حتى يستهل، فإذا استهل صلي عليه، وعُقل، وورِّث، وإن لم يستهل لم يصل عليه، ولم يورث ولم يُعقل» (2) .

:(1)فتح القدير:465/1، الدر المختار:828/1-830، مراقي الفلاح: ص99 .

(2) رواه ابن عدي، وروى أيضاً مثله عن ابن عباس بلفظ «إذا استهل الصبي صلي عليه، وورث» وروى الترمذي والنسائي وابن ماجه عن جابر موقوفاً عليه في الأصح: «الطفل لا يصلى عليه، ولا يرث، ولا يورث حتى يستهل» (نصب الراية:277/2-278).

Print Friendly, PDF & Email