د لمانځه پرته د پايڅو (پرتوګ ) پورته کول له ښنګرو (بجلکو) څخه

ﺩﭘﺎيڅو ﭘﻮﺭﺗﻪ ﮐﻮﻝ څنګه ﺩﯼ ﻏﻴﺮ ﺩﻟﻤﺎنځه نه د نارینه لپاره .

نور الرحمن

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د مسلمان لپاره واجب ده چې په هر حال کې خپل پرتوګ يا پايچې له ښنګرو څخه پورته وساتي هغه که په لمانځه کې وي او يا د لمانځه څخه بهر .

ځکه چې له ښنګرو څخه د پرتوګ ښکته کولو په باره کې په سنتو کې وعيدونه راغلي دي او داسې کول قصداً حرام دي :

ابی هريره رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« مَا أَسْفَلَ مِنَ الْكَعْبَيْنِ مِنَ الإِزار ففي النَّار » (رواه البخاري).

ژباړه: د ښنګرو څخه ښکته پرتوګ به په اور د دوزخ کې وي .

او فرمايي : « ثَلاثةٌ لا يُكلِّمُهُمْ اللَّه يوْمَ القيامة، ولا يَنْظُرُ إليْهِم، ولا يُزَكِّيهِمْ وَلهُمْ عذابٌ أليمٌ » ، قال المُسبِل، والمَنَّانُ

ژباړه : د دريو کسانو سره به الله تعالی د قيامت په ورځ خبرې نه کوي او نه به دوی ته نظر کوي او نه به دوی له ګناهونو څخه پاک کړي او د دوی لپاره به درناک عذاب وي د هغو څخه يې يو «المُسبل» ياد کړ، يعنې : هغه کس چې د کبر او فخر له وجي خپل پرتوګ له ښنګرو څخه ښکته اچوي .

نو قصداً د پرتوګ ښکته کول له ښنګرو څخه حرام دي مګر کچيرې غير قصدي او په بې فکری سره وي باک نه لري مګر که د کبر او افتخار په وجه وي نو ګناه نوره هم لويه ده لکه څنګه چې په پورتني حديث شريف کې بیان شول[1] .

عمر رضی الله عنه يو ځوان ته چې پرتوګ يې ځوړند وو وفرمايل : ای وراره ! جامه دې پورته کړه ځکه دا ستا د جامې نظافت او ساتنه ده او ستا د رب په نزد پرهيزکاري ده [2].

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

 

———————————-

[1] “. والمراد من ذلك من يتعمد ذلك ويقصده، أما إذا كان الإسبال عارضاً كما إذا استرخى الإزار أو السراويل، فلا حرج على من حصل له ذلك لعدم القصد، وأشد من ذلك من يجر ثوبه خيلاء – عبدالرحمن البراک – طريق الی الله .

[2] – قال عمر رضي الله عنه للشاب الذي أرخى إزاره: “يا ابن أخي ارفع ثوبك فإنه أبقى لثوبك وأتقى لربك .

Print Friendly, PDF & Email