۱۶- د سندرو او موسیقۍ حلال ګڼل :
موسيقي چې د شيطان آواز او د فحاشت لوري ته د تللو شيطاني رسۍ، د فاسقانو شعار دی او د اوس عصر ستره ديني او اخلاقي وباء بلل کيږي، په قرآن او سنتو کې حرامه ده .
الله سبحانه وتعالی فرمايي :[وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيلِ اللَّه بِغَيْرِ عِلْمٍ ِ وَيَتَّخِذَهَا هُزُواً أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ][1].
ابن مسعود رضی الله عنه د «لهو الحديث» په تفسير کې وايي :«والله الَّذي لا إله إلاَّ هو إنَّه الغنا».
قال ابن عباس رضي الله عنه: هوالغناء، وقال مجاهد رحمه الله: اللهو الطبل (تفسيرالطبري) وقال الحسن البصري رحمه الله: “نزلت هذه الآية في الغناء والمزامير” [2].
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : فرمايلي :«صَوتان مَلعونان في الدنيا والآخرة، مِزمار عند نعمة، وَرَنَّةُ عند مُصيبة»[3].
ژباړه: په دنيا او آخرت کې دوه ملعون (واجب لعنت) آوازونه دي، چې: يو د موسيقۍ د آلاتو غږ د نعمت او خوشحالۍ په وخت کې او بل د مصبت په وخت کې د آواز پورته کول.
او فرمايي : نهيت عن صوتين أحمقين فاجرين، صوت عند نعمة لهو ولعب ومزامير الشيطان، وصوت عند مصيبة لطم وجوه وشق جيوب ورنة شيطان»[4] .
ژباړه: ما د دوو احمقو او فاجرو آوازونو څخه منع کړې ده، د نعمت پر مهال لهو لعبو او د شيطاني موسيقۍ آواز او د مصبت پر مهال هغه شيطاني آواز چې خپل مخ وهي او ګرېبان څېروي.
د موسيقۍ په اړه د امت د امامانو څو لنډې ويناوې :
عمر بن عبدالعزيز رحمه الله وايي :«الغناء مبدؤه من الشيطان وعاقبته سخط الرحمن».
ژباړه: د سندرو او موسيقۍ پيل کوونکی او بنسټ ايښودنکی شيطان دی او عاقبت يې د الله تعالی ناخوښي او قهر دی.
امام ابی حنيفه رحمه الله وايي: «الغناء من أكبر الذنوب التي يجب تركها فورا»
ژباړه: سندرې او موسيقي له هغو لويو ګناهونو څخه دي چې فوري ترک کول او پرېښودل يې واجب دي.
د امام مالک رحمه الله نه روايت دی چې: يو ځل د امام څخه د سندرو او موسيقۍ په اړه چا و پوښتل هغه په ځواب کې وويل: «إنَّما يفعله الفُسَّاق عندنا»
ژباړه: زمونږ په نزد دا د فساقو او بدکارو خلکو عمل دی.
د امام احمد رحمه الله څخه د موسيقۍ په باره کې پوښتنه وشو، هغه په ځواب کې وويل:«إنَّه ينبت النِّفاق في القلب، كما ينبت الماء البقل».
ژباړه: يقيناً هغه په زړه کې نفاق ته داسې وده ورکوي لکه اوبه چې باقليو ته وده ورکوي.
ابن قيم رحمه الله وايي : «فأقل ما يقال: إنَّها شعار الفساق، وشاربي الخمور».
ژباړه: د موسيقۍ د تحريم لپاره ادنا خبره دا ده چې: سندرې او ساز سرود د بدکارو، فساقو او شرابخورو شعار دی.
او همدارنګه امام ابن قيم رحمه الله وايي :
ته به هيڅ داسې څوک پيدا نه کړې چې هغه دې موسيقي اوري خو ددې سره دې د قرآن يو آيت هم اروي، مګر په هغه کې به د حقې لارې څخه د ګمراهۍ طرف ته علماً او عملاً انحراف وي، او هغه به د قرآن د اوريدو پر ځای د موسيقۍ له اورېدو سره مينه او رغبت لري. او وايي: موسیقي د زنا سحر او تعويذ دی، شرک شيطان دی، د عقل نيشه ده، او د ذکر مانع ده او د باطل او شهواتو طرف ته د زړه د ميلان وسيله ده.
او په دې باره کې يې داسې اشعار ويلي :
حب القرآن وحب ألحان الغنا
في قلب عبد ليس يجتمعان
وإذا تعلق بالسماع أصاره
عبدا لكـل فـلانة وفلان
د قرآن مينه او د غنا مينه دواړه
د بنده په زړه کې نشي جمع کيدای
او کله چې د موسیقۍ تعلق پيدا شي
شي به بنده د هرې فلانيه او فلاني
همداسې ده د موسيقي فاحشه رسۍ چې چا غاړې ته کړه بيا به کله د ېوې د منې او کله د بل د مينې نغارې ډنګوي او د خپل څښتن (جل جلاله) سره مينه، تعلق او په اخلاص بنده ګې به پاتې يا ډيره ناقصه وي .
مګر دلته خبره د موسيقۍ د اوريدو نه بلکي د هغه حلال ګڼلو ده چې د اوسنيو وضعي نظامونو او شهوت پرستو لخوا حلاله بلل کيږي، لکه څنګه چې مونږ ته د اسلام پيغمبر رسول اکرم صلی الله عليه وسلم پخوا خبر را کړی دی او فرمايي: «لَيَكُونَنَّ مِنْ أُمَّتِي أَقْوَامٌ يَسْتَحِلُّونَ الْحِرَ، وَالْحَرِيرَ، وَالْخَمْرَ، وَالْمَعَازِفَ …»[5] .
ژباړه : زما په امت کې به داسې کسان پيدا شي چې دوی به زنا ، ابريشم ، شراب او د موسيقي آلات حلال ګڼي .
او جناب رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي:« يكونُ في أمَّتي قذفٌ ، ومسخٌ ، وخسفٌ . قيل : يا رسولَ اللهِ ! ومتَى ذاك ؟ قال : إذا ظهرَتِ المعازفُ ، وكثُرتِ القِيانُ ، وشُرِبت الخُمورُ »[6] .
و في روايت صحيح الترغيب : «في هذه الأُمَّةِ خَسْفٌ ومَسْخٌ وقَذْفٌ قال رجلٌ من المسلمِين : يا رسولَ اللهِ ! مَتَى ذلِك ؟ قال : إذا ظَهرتِ القِيَانُ والمَعازِفُ ، وشُربِتِ الخُمُورُ»[7] .
ژباړه: زما په امت کې به د ډبرو ويشونکی عذاب ، مسخ (شکل بدلېدل) ، خسف (په ځمکې کې غرقېدل ) را مينځته شي، چا پوښتنه وکړه يا رسول الله صلی الله عليه وسلم کله به دا را مينځته کيږي ؟ ويې فرمايل : کله چې ساز سرود او موسيقي ظاهره او ښکاره شي، سينګار ډير شي او شراب څښل کيږي .
د حلال ګڼلو څخه مطلب دوه شيان دي :
الف : دا عقيده لرل چې موسيقي ، رقص او نچا شرعاً حلال دي .
ب : دا چې خلک يې ګناه نه بولي او د هغه پر وړاندې نه پر ژبه او نه هم په زړه هيڅ انکار نه کوي، خلک نه ورباندې شرميږي او د زده کړې لپاره يې رسمي پوهنځۍ، ښوونځۍ او د زده کړې مرکزونه وي .
د سينګار کړيو ښځو ښکاره کيدل، او د سينګار ورکونکو ښځو ښکاره کيدل لکه : آرايشګاه .
انس بن مالک رضی الله عنه وايي چې رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي: « لَيكونَنَّ في هذه الأُمَّةِ خَسْفٌ وقذْفٌ ومَسْخٌ ، و ذلِكَ إذا شَرِبُوا الخُمُورَ ، واتّخَذُوا القِيناتِ ، وضَرَبُوا بالمعازِفِ »[8].
ژباړه: زما په امت کې به پر ځمکه کې غرقيدل، د ډبرو ويشونکی عذاب او مسخ (شکل بدلېدل) هغه مهال را مينځته شي چې کله شراب څښل کيږي، د سينګار جوړونکی ښځې (آرايشګاوې) را منځته يا سينګار کړې دمې ورته نچا او سندرې وايي او کله چې د موسيقۍ آلات ږغول کيږي.
آن لاين اسلامي لارښود
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[1] – سوره لقمان :6 .
[2] – تفسيرابن كثير.
[3] – رواه البراز في مسنده، إسناده حسن، السلسلة الصحيحة: ۴۲۷ باسناد حسن.
[4] – رواه حاکم، و البيهقي و ابن ابی الدنيا في ذم الملاهي و صحيح الجامع ۵۱۹۴.
[5] – رواه البخاري:۵۵۹۰ .
[6] – أخرجه الترمذي:۲۲۱۲، و ابن أبي الدنيا في ((ذم الملاهي)) .
[7] – صحيح الترغيب :۲۳۷۹.
[8] – رواه صحيح الجامع :۵۴۶۷ابن أبي الدنيا وصححه الألباني .
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله