۱۱- د علم کموالی او د جهل ښکاره کيدل :
انس رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:« مِنْ أَشْرَاطِ السَّاعَةِ: أَنْ يَقِلَّ الْعِلْمُ وَيَظْهَرَ الْجَهْلُ »[1] .
ژباړه : د قيامت له نښو څخه دا ده چې علم به کم او جهل (نا پوهي) به ښکاره او زيات شي .
دلته د عمل څخه مطلب شرعي علم دی، يعنې : خلک به د دنيا په علومو کې ډير رسيدلي وي خو د شرعي احکامو څخه به نا خبره وي حال دا چې د شرع ضروري علم فرض دی .
او يا دا چې د د شرع او دين علم به د دنيوي مقصد لپاره حاصلوي .
مګر څوک چې د شرعي علم د زده کړې په لټه کې وي هغه الله تعالی ته خوښ بنده دی .
«مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ »[2] .
ژباړه: چاته چه پاک خدای د خير اراده وکړي نو په دين کښي پوهه ور په برخه کړي .
او د شرعي علم د زده کړې لاره د جنت لاره ده : «ومَنْ سلَك طرِيقاً يَلْتَمِسُ فِيهِ عِلْما، سهَّلَ اللَّه لَهُ بِهِ طَرِيقاً إلى الجَنَّةِ»[3].
ژباړه : څوک چې د علم د زده کړې لاره ونيسی، الله تعالی به ده ته د جنت په لوري تلل آسانه کړي .
۱۲- د علم زده کول له اصاغر ( وړو علماؤ) څخه:
مطلب دا چې د علم زده کول له داسې چا څخه چې هغه په شرعي علم حاکميت نلري او راسخين نه وي چې د علم پرته به خلکو ته حلال، حرام او حرام حلال کرځوي، او د علم پرته به فتاوی ورکوي هم به ځان ګمراه کوي او هم نور .
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي: «إنَّ من أَشراطِ الساعةِ أنْ يُلتمسَ العلمُ عند الأصاغرِ »[4].
آن لاين اسلامي لارښود
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[1] – حديث متفق عليه .
[2] – رواه البخاري :۳۱۱۶ .
[3] – رواه مسلم .
[4] – صحيح الجامع :۲۲۰۷.
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله