السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دښځو دویشتانو اخیستل اوخرڅول څنګه دي
عبدالله دوردگو له ولایت څخه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د انسان او يا د هغه د کومې حصې او اندام خرڅول او اخيستل په اتفاق د فقهاوو حرام دي ، ځکه چې انسان الله أشرف المخلوق پيدا کړی دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«ثلاثةٌ أنا خصمهم يومَ القيامةِ : رجلٌ أعطى بي ثم غدرَ ، ورجلٌ باع حرًّا فأكل ثمنَه ، ورجلٌ استأجرَ أجيرًا فاستوفى منهُ ولم يُعْطِه أجرَه» ( البخاری ۲۲۲۷ ) .
ژباړه : دری کسان دي چې د قيامت په ورځ به د هغوی دوښمن وم ، اول : هغه کس چې زما په نوم تعهد وکړي او بيا خيانت وکړي ، دوهم : هغه څوک چې آزاد کس و پلوري او د هغه قيمت وخوري ، دريم : هغه څوک چې يو کس څخه کار واخلي خو مزدوري يې ور نه کړي .
د انسان د ويښتانو خرڅول او اخيستل که هغه نارينه وي يا ښځينه په اتفاق د فقهاوو حرام دي .
لا خلاف بين الفقهاء في المنع من بيع الإنسان شعْره ؛ لأنه جزء منه ، وهو مكرَّم ، وبيع شيء من أعضائه يعرضه للمهانة والابتذال .
جاء في ” الموسوعة الفقهية ” ( 26 / 102) :
واتّفق الفقهاء على عدم جواز الانتفاع بشَعْر الآدميّ بيعاً واستعمالاً ؛ لأنّ الآدميّ مكرّم ، لقوله سبحانه وتعالى : ( وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ ) .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله