علم حديث دوهمه برخه (د حديث اقسام )

په تير درس کې مو وويل چې علم حديث په دوه ډوله دی
۱- علم حديث باعتبار درايت : هغه علم دی چې د حديث د متن او سند له احوالو او څرنګوالي د قبول او رد په لحاظ سره بحث کوي .
۲- علم حديث باعتبار روايت : هغه علم دی چې د هغه په وسيله د رسول الله صلی الله عليه وسلم اقوال ،افعال ،تقريرات او صفات پيږندل کيږي . 
علم حديث باعتبار درايت ته د حديث د علماؤ په اصطلاح کې علوم حديث يا مصطلح الحديث يا اصول الحديث هم وايي دا څلور واړه علم درايت ، علوم الحديث ،مصطلح الحديث او اصول حديث يو مفهوم لري د قواعدو او مسائلو هغه مجموعه ده كوم چې د راوي او مروي د احوالو له څرنګوالې څخه بحث کوي .
د علم حديث په بحث کې زمونږ همدا علم درايت چې د روايت له احوالو څخه بحث کوي تر څيړنې لاندې نيسو : 
د روايت له مخې احاديث په بېلابېلو برخو ويشل شوی دي چې په مختصر ډول لاندې ذکر شوی چې وروسته ان شآء الله هره برخه جلا وڅيړل شي .
د حديث اقسام :

د قبول او مردود له مخې
د سندونو د شمير له مخې
چاته د منسوب له مخې
مردود
قبول
احاد
متواتر
په راوي د ضبط او حفظ د اعتراض له مخې
په راوي د عدالت د اعتراض له مخې
د اسنادو څخه د راوي قطع له مخې
الصحيح
المشهور
اللفظي
القدسي
الحسن
العزيز
المعنوي
المرفوع
المدرج
الموضوع
المعلق
 
الغريب
 
الموقوف
المقلوب
المتروک
المرسل
 
 
 
المقطوع
المضطرف
المنکر
المعضل
 
 
 
 
المصحف
المطروح
المنقطع
 
 
 
 
 
جهالة بالراوي
المدلس
 
 
 
 
 
المضعف
 
 
 
   

 

چا ته د منسوب له مخې په څلور ډوله دي :
۱- حديث قدسي ۲- حديث مرفوع ۳- حديث الموقوف ۴- حديث المقطوع
د سندونو د شمير يا مونږ ته د رارسيدو له مخی عموماً په دوه ډوله دي
۱- متواتر ۲- احاد
احاد حديث يا خبر بيا په مشهور – عزيز – غريب ويشل شوی دي
د قبول او رد يا صحيح او ضعيف له مخې په دؤ برخو ويشل شوی دي :
۱- قبول ۲ – مردود
قبول بيا په صحيح او حسن سره ويشل شوی دي او مردود بيا په دريو ګروپو ويشل شوي دي لکه :
۱- د راوي د انقطاع له مخې چې : په معلق – مرسل – معضل – منقطع – مدلس ويشل شوی دي
۲- په راوي باندې د عدالت د اعتراض له مخې : چې په موضوع – متروک – منکر – مطروح – جهالت بالراوي يا مبهم – مضعف ويشل شوی دي
۳- په راوي باندې د ضبط او حافظې د اعتراض له مخې : چې په  مدرج – مقلوب – مضطرب – مصحف ويشل شوی دي
او همدارنګه د بدعت له وجې مردود حديث دی .
چې دا به هر يو ان شآء الله وروسته و څيړل شي
آن لاين اسلامې لارښود
Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. السلام عليکم ورحمته الله و برکاته
    ډیره زياته مننه الله ج مو کامياب او سر لوړي لره
    امين
    په مينه

  2. محمدنسيم درويش

    ديره مننه ستاسوله دومره زيات خدمت سخه جه دمسلمانانو بياخاصتأ دبشتنو لپاره مو شروع كرى ده_‏ هيله ده جه داسلسله همداسي روانه وساتئ _ __‏
زمالږ شانته مشكل ده دنن په درس كشي هيله ده زما كرانه استاد جانه راته حل يي كري_‏
مشكل!د راوي دانقطاع دجدول په برخه كي تا معضل ليكلاي ده خو په تشريح كي دي بيامعلل ليكلاي ده اياددي دوارو لفاظو معنى يوه ده؟_‏
اوكه معضل يامعلل ده ؟
په اسلامي مينه__ستاسي شاكرد محمدنسيم درويش_‏
‏_د
بشتو يو متل ده وايي_‏
پوشتنه كول شرم نه ده خو نه فوهيدل شرم ده_‏
نوماهم ددي متل په وينا عمل وكر_‏


    وعليکم وسلام ورحمة الله وبرکاة
    مننه ستاسو له حسن نيت څخه
    د لاندې په تشريح کې هم معضل دی .
    اداره موقع