د حرام رزق او حرام خوری پايلې

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [وَلاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُم بَيْنَكُم بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُواْ بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُواْ فَرِيقًا مِّنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالإِثْمِ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ] (البقره :۱۸۸ ).

ژباړه : او خپل مالونه په خپل مينځ كې په ناحقه سره مه خورئ او حاكمانو ته يې د دې لپاره مه وركوئ چې د خلقو له مالونو نه څه حصه په ظلم سره وخورئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ.

ابی هريره رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د دغه ايت [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُلُواْ مِن طَيِّبَاتِ…] له تلاوت وروسته وفرمايل : ثُمَّ ذَكَرَ الرَّجُلَ يُطِيلُ السَّفَر أشْعَثَ أغْبر يمُدُّ يدَيْهِ إلَى السَّمَاءِ : يَاربِّ يَارَب،وَمَطْعَمُهُ حَرام، ومَشْرَبُه حرَام، ومَلْبسُهُ حرام، وغُذِيَ بِالْحَرامِ، فَأَنَّى يُسْتَجابُ لِذَلِكَ؟ (رواه مسلم ).

ژباړه : {وروسته پيغمبر صلی الله عليه وسلم د هغه کس يادونه وکړه چې خپل سفر اوږدوي ببر ويښتان او په ګردونو ککړ دواړه لاسونو د آسمان په لوري اچتوي او وايي :« ای ربه ! ای ربه !» حال دا چې خوراک يې حرام ، څښاک يې حرام او جامه يې حرامه ،او روزنه يې په حرامو په دې حال کې به څنګه الله تعالی د هغه سوال او دعا قبوله کړي ؟}.

♣♣♣♣

فکر وکړئ يو کس اوږد سفر کوي ، په بيګانه سيمه کې ، په ګردونو ککړ او په عجز سره خپل لاسونه پورته کوي ، دا ټوله عاجزې او دعا د حرام خوراک او حرام لباس په وجه برباديږي او هيڅ اهميت نلري .

 رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «لَا يَدْخُلُ الْجَنَّةَ لَحْمٌ نَبَتَ مِنْ سُحْتٍ ، النَّارُ أَوْلَى بِهِ» (سلسلة الصحیحة :۲۶۰۹) .

ژباړه : کومې غوښې ( کوم بدن) چې په حرامو باندې وده کړې وي جنت ته به داخل نشي او د هغه څخه اور غوره دی.

د «سُحت» څخه مطلب رشوت او په نورو حرامو لارو باندې د مال ګټل او خوړل دي.

 او همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : « لا يدخلُ الجنَّةَ جسدٌ غُذِيَ بحرامٍ » ( صحيح الترغيب :۱۷۳۰ ، الترغيب او الترهيب :۳/۲۱ ).

ژباړه : هغه بدن به جنت ته داخل نشي کوم بدن چې په حرامو باندې تغذيه شوی وي .

 او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «إِنَّ رِجَالا يَتَخَوَّضُونَ فِي مَالِ اللَّهِ بِغَيْرِ حَقٍّ، فَلَهُمُ النَّارُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ».(بخارى:3118).

ژباړه : ځنې کسان د مسلمانانو په مالونو کې په ناحقه سره تصرف کوي نو په دې وجه يې د قيامت پر ورځ اور په نصيب کيږي.

♣♣♣♣

وروڼو!

 د دنيا محبت د ټولو ګناهونو بنسټ دی ، ځنې کسان د ډير مال ، ښه کور ، ښې سورلۍ سره مينه لري مګر دې ته نه ګوري چې حلال دي او که حرام ، حرام د دنيا او آخرت بربادي ده ، پخوا له دې چې خپله خيټه د دوزخ د اور څخه ډکه کړئ ښه دا وي چې په انصاب سره خپله خيټه ډکه کړئ .

ابی هريره رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : زما د امت مفس هغه دی چې د قيامت په ورځ به له لمانځه ، روژې ، زکات سره راشي او همداسې هغه به چا ته بد ويلي وي او پر چا به يې تهمت لګولی وي او د چا به یې مال خوړلی وي او د چا به يې وينه تويې کړې وي ، او څوک به يې وهلي وي نو ددې شيانو په عوض کې د هغه څخه حسنات اخيستل کيږي کچيرې په حسناتو (نيکيو) پوره نشي نو د هغه بدۍ به د ده پر غاړه ور اچول کيږي (رواه مسلم) .

الله تعالی د مونږ د حرام مال څخه په خپل فضل او کرم سره وساتي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email