الله سبحانه وتعالی د بشر د لارښوونې لپاره داسې اسلامي شريعت نازل کړی دی چې څه پکې حلال دي په هغه کې د انسانانو ټول مصالح موجود دي او څه یې چې حرام ګرځولي دي هغه د مسلمان د روغتيا ، اخلاقو او تربيت لپاره مضر او تاواني دي .
الله سبحانه وتعالی فرمايي : وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ (الاعراف ۱۵۷)
الطيبات (پاک څيزونه ) ټول هفه شيان کوم چې په هغه کې د انسان د بدن د پاره ګټه وي ، خوندور وي ، بدن ته مضر نه وي ، عقل ته مضر نه وي ، او هغه شيان چې د انسان بدن ته زيان رسوي ګټور نه وي نا پاک او خبائث بلل کيږي .
د وچي حيوانات
لومړی ډول : اهلي حيوانات :
اهلي حيوانات کوم چې په اسلامي ذبحې سره يې د غوښو خوړل حلال دی لکه : اوښ ، غوايی ، ګاوميښ ، پسه او وزې .
الله سبحانه وتعالی فرمايي: [أُحِلَّتْ لَكُم بَهِيمَةُ الأَنْعَامِ ….][1] .
ژباړه: تاسو لپاره اَنعام څاروي حلال كړى شوي دي.
او د اهلي حيواناتو څخه د خره او قچر د غوښو خوړل حرام دي ، د قچر د غوښو خوړل ځکه حرام دي چې له خره څخه پيدا شوی دی .
او د آس د غوښو غوړل جايز دي مګر د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد تنزهي کراهيت پکې شته ( نه خوړل يې غوره دي ) ځکه چې آسونه د سورلۍ او جهاد لپاره کارول کيږي مګر د جمهورو په نزد څه کراهيت نلري .
په دليل د دغه حديث شریف : « نهى رسول الله صلّى الله عليه وسلم يوم خيبر عن لحوم الحمر الأهلية، وأذن في لحوم الخيل » (حديث متفق عليه ).
ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم د خيبر په ورځ د اهلي خرو د غوښو څخه منع و فرمايله او آسونو د غوښو خوړلو اجازت يې وکړ .
او جابر رضی الله عنه وايي چې مونږ رسول الله صلی الله عليه وسلم د خيبر په ورځ د خرو او قچرو له غوښو څخه منع کړو او د آسونو د غوښو څخه يې منع نه کړو .[2]
مګر که د قچر مور له آس څخه وي نو بيا جواز لري.[3]
او همدارنګه د اهلي حيواناتو څخه : سپی او پيشو چې د وحشي په څير دي څيرونکي غاښونه لري او مرداره خوري د غوښو خوړل يې حرام دي .
ابی هريره رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «كُلُّ ذِي نَابٍ مِنَ السِّبَاعِ فَأَكْلُهُ حَرَامٌ»[4].
ژباړه : د هر څيرونکي حيوان د غوښو خوړل حرام دي .
همدارنګه امام ترمذي او ابوداود له جابر رضی الله عنه څخه روايت نقل کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د پيشو له خوړلو او د هغه له خرڅولو څخه منع کړې ده .[5]
دوهم ډول – وحشي حيوانات :
د وحشي خره د غوښې خوړل جايز دی[6] .
او همدانګه د وحشي غوايي او وحشي وزې (غرچه ) د غوښو خوړل جايز دی[7] .
او د سویې د غوښو خوړل جايز دي[8] .
او ټول هغه وحشي حيوانات چې څيرونکي وي مردارې خوري د غوښو خوړل يې حرام دي : لکه :زمری ، ليوه (شرمښ ) ، پړانګ ، ګيدړه ، ځنګلي پشی ، فيل ، بيزو او نور .
په دليل د دغه حديث شريف : ابی هريره رضی الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «كُلُّ ذِي نَابٍ مِنَ السِّبَاعِ فَأَكْلُهُ حَرَامٌ»[9].
ژباړه : د هر څيرونکي حيوان د غوښو خوړل حرام دي .
آن لاين اسلامي لارښود
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[1] – سوره المائده :۱ .
[2] – عن جابر رضی الله قال : ذبحنا یوم خيبر الخيل و البغال و الحمير فنهانا رسول الله صلی الله عليه وسلم عن البغال و الحمير و لم ينهنا عن الخيل ( ابوداود – حديث صحيح).
[3] – البدائع الصنائع : ۵/۳۷ .
[4] – رواه مسلم :۱۹۳۳ ، فقه الاسلامي و ادلته ، بدائع الصنائع: ۵/۳۷.
[5] – روى الترمذي وأبو داود من حديث جابر وغيره قال: نهى النبي صلى الله عليه وسلم عن أكل الهر وثمنه.
[6] – په دلیل د دغه حديث شريف : عن أبی قتاده : أنه رأی حِماراً وحشياً ، فعقره ، فقال النبی صلی الله عليه وسلم : هل معکم من لحمه شیء ؟ قال : معنا رجله فأخذها فأکلها .
[7] – فقه الاسلامي و ادلته ، بدائع الصنائع :۵/۳۷ .
[8] – په دليل د دغه حديث شريف : عن أنس رضی الله عنه أنه أخذ أرنباً ، فذبحها أبوطلحة ، وبعث بورکیها الی النبي … فقبله . (حديث متفق عليه) .
[9] – رواه مسلم :۱۹۳۳ ، فقه الاسلامي و ادلته ، بدائع الصنائع :