آيا روژه نيول سخت او پر بدن کوم ناوړه اثر کوي؟

ځنې منافق صفته دا خبرې کوي چې روژه د انسان بدن کمزورۍ ( د بدن مقاومت کموي) ، دا عاجر انسانان د کوم علم او دليل پرته د ستر رب العالمين پر نازل کړي شريعت باندې نيوکه کوي ، د دوی دغه باطله او خيالي مفکوره مو په لاندې لنډه مقاله کې رد کړې ده :

الله سبحانه وتعالی د خپلو بنده ګانو لپاره داسې شريعې أحکام راليږلي چې د ژوند د ټولو اړخونو مصلحت پکې ساتل شوی او عملي کول يې د انسان د توان او طاقت موافق او تر سره کول يې آسانه دي ، الله سبحانه وتعالی فرمايي : [يُرِيدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ](سوره البقره :۱۸۵ ).

ژباړه : الله په تاسو د اسانتیا اراده لري او پر تاسو باندې د سختۍ اراده نه لري.

امام رازي رحمه الله وايي : «الله تعالی روژه په يوه آسانه لارې سره فرض کړې چې د کال په ډيره لږه موده کې فرض شوې او د مريض او مسافر لپاره رخصت دی» .

د فيزيولوژې په برخه کې لاسته راغلي ساينسي مطالعات دا په ګوته کوي چې اسلامي روژه آسانه او د انسان بدن ته هيڅ زيان نه رسوي بلکي برعکس ډیرې داسې ګټې لري چې د روژې پرته پر بل شي کې نشي تر لاسه کيدی .

ټول وخت روژه نه بلکي د ټاکل شوي وخت لپاره ده چې د ورځې له خوړلو ، څښلو او جماع څخه پرهيز او د شپې لخوا بيا د خوړلو ، څښلو او جماع اجازت دی چې اصلاً دغه روژه د خوراک په وختونو کې يو تغير او بدلون دی.
الله سبحانه وتعالی د انسان په بدن کې يوه داسې انرژې زيرمه کړې ده چې کچيرې هغه د څه وخت لپاره خوراک او څښاک ونه کړي نو د زيرمه شوې انرژۍ څخه کار اخلي .

♣♣♣♣

اوسنی طب د ځنو مزمنو ناروغيو د علاج لپاره د نه خوړولو ليارې درملنه کوي چې دوی ورته طبي روژه وايي داسې چې مريض په پرلپسې توګه له هر ډول خوړلو څخه منع کوي …

حال دا چې اسلامي شريعت د روژې له پيوسته کولو څخه منع کړي ده داسې چې د روژه ماتي او پشلمې څخه پرته بله روژه ونیسي .
مګر مونږ ګورو چې اسلامي روژه له ۱۲- ۱۶ ساعتونو دوام کوي او د هغه څخه وروسته د خوړلو او څښلو اجازت وي او په دغه موده کې پوره غذايي توازن را منځته کيږي، بدن اضافي غوړ ، اضافي مالګې حلوي او بدن د مهمو غذايي موادو د جذب لپاره پوره پوره اماده کيږي .
اسلامي روژه د تغذيې او غذايي دورې يو عجیب سيستم لري ، چې دوې مرحلي لري روژه ماتی او پشلمی ، په روژه ماتي کې د ټولو هغو مرکباتو پوره کول کوم د انرژۍ په توليد کې مصرف شوي وو او څه وخت وروسته بيا پشلمې کولو سره بدن خپل ضروري مواد زيرمه کوي څو د روژې نيولو پر مهال يې مصرف کړي نو ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د پشلمې پر کولو باندې ډير ټينګار کړی دی : « تَسَحَّرُوا فَإِنَّ في السُّحُورِ بَركَةً » (متفقٌ عليه).

ژباړه : پيشلمی کوئ ځکه چې په پيشلمي کې برکت وي .

♣♣♣♣

ځنو ساينس پوهانو په دې برخه کې تجربې تر سره کړې دي چې نتايج يې په لاندې توګه دي :

په دغه حيرانونکې تجربو کې د روژه لرونکو د عضلاتو فعاليت له ۳۰٪ تجربه شويو څخه يې ۲۰٪ ښه شوي دي ، او له ۴۰٪ څخه يې ۷٪ ښه شوي دي ، او د زړه ضربان ۶٪ او د وينې فشار ۱۲٪ او د ساه بنديدل يا نفس تنګي ۹٪ او د پښو د سستوالی احساس ۱۱٪ د روژې نيولو پر مهال جوړ  شوي دي .

په مخکې مقاله کې مو د روژې روغتيايي ګټې ولوستې تفصيل دلته ولولئ:

https://dawat610.com/archives/17872

 په امريکا کې د زړه د امراضو ټولنې په ۲۵-۱۱-۲۰۱۹ تاريخ څيړنه کړې او وايي: روژه د انسان بدن ته لوی قوت او طاقت ورکوي ، روژه د ډیرو مرضونو څخه مخنيوی کوي په ځانګړې توګه د زړه له وژونکی مرض څخه.

♣♣♣♣

ځنې منافق صفته بيا ادعا کوي چې روژه د کورنا مرض پر وړاندې بدن کمزوری کوي چې بيا پر کورنا ژر اخته کيږي حال دا چې کورنا د بدن په تنفسي سيستم باندې حمله کوي او تنفسي سيستم په روژه نور هم غښتلی کيږي:

د علمي أعجاز استاد دوکتور الکحيل وايي : يؤکد الباحثون اليوم أن الصوم وسيلة جيدة و مجانية لعلاج أمراض الجهاز التنفسي حيث يساهم الامتناع عن الطعام و الشراب في تنشيط من الأمراض المزمنة المتعلقة بالجهاز التنفسي تزول بمجرد المداومة علی الصيام المنظم . فسبحان الله القائل : [وَأَن تَصُومُواْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ] (سوره البقرة :۱۸۴).

ژباړه : نن ورځ څيړونکي تاييدوي چې روژه د تنفسي ناروغيو لپاره يوه ښه او وړيا درملنه ده ، ځکه چې د خوړولو او څښلو څخه پرهيز کول د اوږدمهاله (مزمنو) ناروغيو په ښه کيدو کې مرسته کوي او يوازې د منظم روژو ساتلو سره له منځته وړل کيږي ، پاکي ده هغه الله لره چې ويلې يې دي : او که تاسو روژه ونیسئ ، دا ستاسو لپاره غوره ده که تاسو پوهیږئ.

نو دغه تجارب هغه مفکوره باطلوي چې وايي روژه د انسان بدن ضعيفه کوي او پر فعاليت او حرکت کولو تأثير کوي .

او کچيرې کوم ناروغ ته زيان رسوي او يا هم مسافر ته د سفر پر مهال د روژې نيول سخت وي نو اسلامي شريعت د هغوی لپاره د روژې نه نيول جايز ګرځولي دي .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه أنيب

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 13 times, 1 visits today)