د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه صحابه کرامو پوښتنه وکړه چې په قيامت کې په حوض کوثر او یا د شفاعت لپاره خپل هغه امتيان څنګه پيژنې چې ستا د وفات وروسته تير شوي دي ؟
رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :« فَإِنَّهُمْ يَأْتُونَ غُرًّا مُحَجَّلِينَ مِنْ الْوُضُوءِ » .
يعنې : زما امت به د قيامت په ورځ په داسې حالت کې راتګ کوي چې اندامونه به يې د اودس کولو په وجه ځليږي .
نو زه به دوی په همدې نښه سره پيژنم او وروسته يې وفرمايل :«لا يُحافظ على الوضوء إلا مؤمن».
يعنې : په اوداسه باندې خو یوازې مؤمن هميشه والی کوي .
نو الله تعالی دې مونږ د دغه ډلې څخه وګرځوي .
او الله تعالی د زمونږ اودس ، لمونځ او نور عبادات قبول وګرځوي .
آن لاين اسلامي لارښود
(Visited 33 times, 1 visits today)