السلام عليکم…. ستاسو د روغتيا او سلامتۍ په هيله
د هفت هيکل شريف په اړه مالومات غواړم
هيله ده را سره شريک يې کړی.
درنښت
حبیب مؤمن
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د هفت هيکل په نوم ترتيب شوی اذکار مأثور اذکار نه دي .
په هفت هيکل کې که څه هم ځنې قراني ايتونه جمع شوي دي مګر دا ډول ترتيب او د هغه د تلاوت فضيلت ته منسوب شوي روایات او خبرې هيڅ شرعي اصل نلري او په دې اړه هيڅ صحيح نص نه دی راغلی .
دا يو بدعتي هڅه ده څو مسلمان د قرآنکريم د تلاوت او ثابتو مسنونه اذکار پر ځای د دغه کتاب په ذکر باندې مشغول کړي کوم چې د ذکر شوي ترتيب او هغه ته منسوب فضيلت په اړه هيڅ شرعي دليل وجود نلري .
ځکه چې په عباداتو کې اصل او بنسټ توقيف دی (الاصل في العبادة التوقيف) ، يعنې په عبادت کې اصل او بنسټ د شريعت حکم دی .
و ماتوفيقي الا بالله
آن لاين اسلامي لارښود
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله