د نوروز د حرمت په اړه د ځنو شبهاتو ځوابونه

نوروز اوس حرام شو که پخوا حرام وو ؟

نوروز خو يوه ملي عنعنه ده څوک خو اور او بت ته سجده نه پکې کوي د مجوسيانو پيروي خو نه کوي، په دې ۱۴۰۰ کالو کې حرام نه وو اوس حرام شو ؟

ځواب

نوروز لمانځل اوس نه دی حرام کړ شوی بلکي ۱۴۰۰ کاله مخکې چې کله جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې منورې ته هجرت وکړه هلته يې د نوروز او روميانو د اخترونو د لمانځنې څخه منع اعلان او د هغه پر ځای اسلامي شريعت مسلمانانو ته دوه اخترونه وټاکل .

د مجوسيانو او کافرانو د اختر لمانځنه ۱۴۰۰ کاله مخکې په کتاب الله او سنتو سره حرام کړی شوې ده .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [ لِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنسَكًا هُمْ نَاسِكُوهُ…] [1]

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل :«إِنَّ اللَّهَ قَدْ أَبْدَلَكُمْ بِهِمَا خَيْرًا مِنْهُمَا: يَوْمَ الْأَضْحَى، وَيَوْمَ الْفِطْرِ»([2])

يعنې : يقيناً الله تعالی تاسې د پاره دا ورځې په غوره ورځو بدلې کړې چې هغه د فطر او قربانۍ اخترونه دي .

يعنې د جاهليت د زماني اخترونه د اسلامي اخترونو (د فطر او قربانۍ ) اخترونه په ټاکلو سره بدل شول ، نوروز د جاهليت په زمانه کې د اور پرستو اختر وو .

همدارنګه رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي : « إِنَّ لِکُلِّ قَوْمٍ عِیدًا وَهَذَا عِیدُنَا »([3]).

يعنې : د هر قوم او ملت لپاره اختر دی او زمونږ دغه اختر دی (کوچنی او لوی اختر ) .

د نوروز په اړه جليل القدر صحابي عبدالله بن عمر رضی الله عنه وايي :

«من مر ببلاد الأعاجم فصنع نيروزهم ومهرجانهم وتشبه بهم حتى يموت وهو كذلك , حشر معهم يوم القيامة ، فلا فرق بين مشاركتهم في العيد وبين مشاركتهم في سائر المناهج »[4]

ژباړه: څوک چې د عجمو په ښارونو کې د نوروز او مهرجان اخترونه ترتيبوي ، لمانځنه يې کوي او ګډون پکې کوي او هغوی سره مشابهت کوي تر څو وفات شي (د دغه عمل څخه توبه ونباسی ) ، د قيامت په ورځ به د هغوی سره حشر کيږي ځکه چې د هغوی سره په اختر کې کډون کول د نورو د ديني شعايرو او عباداتو کې کډون کولو سره څه فرق نلري.

نو ثابته شوه چې نوروز پخوا حرام او حرام دی مشکل زمونږ په فهم کې دی .

که نوروز د مجوسيانو سره مشابهت وي نو د فيسبوک ، کمپيوټر کارول مشابهت نه دی ؟

که د نورور لمانځل د مجوسيانو سره مشابهت دى! نو بيا خو فيسبوک هم يو کافر جوړ کړى ګټه يې هم کافر ته ځي ، موبايل هم د کافر اختراع ده، کمپيوټر هم کافر جوړ کړى، برق هم کافر جوړ کړى

:ځواب

د کفارو مشابهت عموماً په دوه  ډوله دی :

حرام او مباح

حرام مشابهت : د کفارو په عباداتو او اعتقاداتو کې مشابهت کول کفر دی ، او په مذهبي رسوماتو او مذهبي لمانځو کې مشابهت کول حرام دی .

مباح او جايز : کوم شيان چې په عقيده ، دين او مذهبي چارو پورې اړه نلري لکه : د هغوی اختراعات ، جوړ کړې شيان او نور نو د هغه کارول جايز دي  .

ځکه چې په وسائلو او اشياوو کې اصل اباحت او رواوالی دی مګر دا چې په هغه کې شرعي ممانعت نه وي او د حرامو امورو لپاره ونه کارول شي ، فقه قاعده ده چې « أصل في الاشياء الاباحة » .

د انترنټ ، کمپيوټر ، فيسبوک ، موټر ، طیارې او نورو اصل دا دی چې کارول يې جايز دي مګر که د حرام کار لپاره وي بيا يې کارول جواز نلري ، فرق نه کوي که دا وسائل مسلم جوړ کړي وي او يا غير مسلم .

د نوي هجرې کال شروع له هجرت څخه شوې ده ؟

سلامونه. یو سوال د ‌‌‌‌‌‌ډيره وخته راته پيدا دی که یی حل درسره وی. د نوی هجری کال شروع خو د نبی علیه السلام د هجرت ورځ وه نو څنګه دا ورځ تصادفاً د مجوسیانو د اختر سره برابره سوه ؟

ځواب:

د هجري قمري تاريخ بنسټ د عمر فاروق رضی الله عنه په وخت کيښودل شو ، په شريعت کې اصل هجري قمري تاريخ دی او قمري د شمسي سره ۱۱ ورځې فرق لري .

دا خو څه د نورور لمانځل نه دي چې تاسې وایئ د کفارو اختر مه لمانځئ ، مونږ خو په دغه ورځ ميلې کوو ؟

ځواب :

د يوې خاصې ورځې لمانځل په اتفاق د فقهاوو عبادت دی هغه ته که هر نوم ورکړل شي ، او د ورځې لمانځنه دا ده چې په هغه رخصتي وي ، د اخترونو پشان جامې اغوستل او سوغاتونو ويشل وي .

شرح کنزالدقائق ليکي : إذا أهدى يوم النيروز إلى مسلم آخر, ولم يرد به التعظيم لذلك اليوم, ولكن ما اعتاده بعض الناس لا يكفر, ولكن ينبغي له أن لا يفعل ذلك في ذلك اليوم خاصة, ويفعله قبله أو بعده كي لا يكون تشبها بأولئك القوم, وقد قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: من تشبه بقوم فهو منهم…

ژباړه : کله چې د نوروز پر ورځ يو مسلمان بل مسلمان ته څه سوغات کړي خو نيت يې د دغه ورځې احترام او تعظيم نه وي لکه څنګه چې ځنو خلکو عادت دی نو کار د ايمان د زوال سبب نه دی ، مګر نه ښايي چې پر دغه خاصه او ټاکل شوې ورځ باندې داسې کار تر سره کړي ځکه چې دغه د هغوی (اور پرستو ) سره مشابهت دی او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : څوک چې د کوم قوم سره مشابهت کوي ( د هغوی په ديني شعايرو ، اخلاقو او عباداتو ) نو دوی به د هغوی څخه وشميرل شي.

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – سوره الحج :۶۷ .

([2]) – ابؤداود ۱۱۳۴ ، نسائي ۱۵۵۶

([3]) – رواه البخاري .

[4]

(Visited 164 times, 1 visits today)