اول که په نفل لمونځ کي دي سجدي په حالاتو کي یا لومنځ نوي خالص سجده کوي له الله جل جلاله نه سوال کړل سنګه دي دوهم داچي تعجد لومنځ سو رکعاته کول په کار دي او نیت کي تعجد ویل صروري دي که یا
حق بين صاحب
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
اول : د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد په فرض لمانځه کې د تشهد او درد وروسته دعا کول سنت دي په داسې الفاظو سره چې د قرآن او سنتو په شان وي نه په داسې الفاظو چې د خلکو د خبرو په شان وي او سجده کې د تسبيح پرته دعا نشته مګر ځنې فقهاء بيا وايي چې د فرض لمانځه په سجده کې دعا کول هم جايز دي[1].
په دليل د دغه حديث شريف : :«إِنَّ هَذِهِ الصَّلَاةَ لَا يَصْلُحُ فِيهَا شَيْءٌ مِنْ كَلَامِ النَّاسِ، إِنَّمَا هُوَ التَّسْبِيحُ وَالتَّكْبِيرُ وَقِرَاءَةُ الْقُرْآنِ»[2]
مګر په نفلي لمانځه کې پراخي او وسعت دی د نفلي لمانځه په سجده کې د دری ځله تسبيح ويل ورسته دعا کول جايز دي .
په دليل د دغه حديث شريف : : أقربُ مَا يَكونُ العبْدُ مِن ربِّهِ وَهَو ساجدٌ، فَأَكثِرُوا الدُّعاءَ» [3].
دوهم :
د لمانځه د سجدې ، تلاوت سجدې ، شکر سجدې پرته د بل کوم سبب په نيت سجده کول او په سجده باندې تقرب الی الله نشته .
د لمانځه پرته يوازې د دعا لپاره سجده کول په شريعت کې ثبوت نلري بلکي د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه په ډيرو متواترو احاديثو کې د دعا لپاره د لاسونو پورته کول ثابت شوي دي .
جاء في فتوی الاسلام سوال جواب ، رقم الفتوی، ۱۱۶۸۷۴ :
الحمد لله
لم ترد الشريعة بالتقرب إلى الله تعالى بالسجود إلا إذا كان السجود في الصلاة ، أو لسبب خاص كسجود السهو أو سجود التلاوة ، أو سجود الشكر .
أما السجود من أجل الدعاء فلم يرد في الشرع ما يدل على جوازه أو استحبابه ، بل الثابت عن النبي صلى الله عليه وسلم في الأحاديث المتواترة الكثيرة أنه كان يرفع يديه عند الدعاء ، وحث على ذلك ورَغَّب فيه ، فقال : (إِنَّ رَبَّكُمْ تَبَارَكَ وَتَعَالَى حَيِيٌّ كَرِيمٌ ، يَسْتَحْيِي مِنْ عَبْدِهِ إِذَا رَفَعَ يَدَيْهِ إِلَيْهِ أَنْ يَرُدَّهُمَا صِفْرًا) رواه أبو داود (1488) وصححه الألباني في صحيح أبي داود .
فيكون السجود من أجل الدعاء بدعة ، لأن النبي صلى الله عليه وسلم لم يفعله ، ولأنه يضيع السنة التي حث عليها النبي صلى الله عليه وسلم وهي رفع اليدين عند الدعاء .
او د تهجد لمونځ د رکعتونو او نيت په اړه لاندې لينکونه ولولئ :
https://dawat610.com/archives/7882
https://dawat610.com/archives/3709
و بالله توفيق
آن لاين اسلامي لارښود
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[1] – قَالَ الْحَنَفِيَّةُ وَالْحَنَابِلَةُ : يُسَنُّ الدُّعَاءُ فِي التَّشَهُّدِ الأَخِيرِ بَعْدَ الصَّلاةِ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِمَا يُشْبِهُ أَلْفَاظَ الْقُرْآنِ ، أَوْ بِمَا يُشْبِهُ أَلْفَاظَ السُّنَّةِ ، وَلا يَجُوزُ لَهُ الدُّعَاءُ بِمَا يُشْبِهُ كَلامَ النَّاسِ (موسوعة الفقهية :۲۰/۲۶۹).
قال السرخسي رحمه الله تعالى: وحاصل المذهب عندنا أنه إذا دعا في صلاته بما في القرآن أو بما يشبه ما في القرآن لم تفسد صلاته، وإن دعا بما يشبه كلام الناس نحو قولهم: اللهم ألبسني ثوبا، اللهم زوجني فلانة تفسد صلاته.[ المبسوط: 1/198].
[2] – رواه مسلم :۵۳۷.
[3] – رواه مسلم .