ولې حنفي مذهبه (احناف ) د جنازې په لمانځه کې سورت فاتحه نه وايي دليل يې څه دی ؟

السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته
الله ج دی وکړی چې روغ رمټ ياست او الله ج مو کاميابه او سرلوړي لره
ستاسی د دی غټ خدمت نه يوه نړۍ مننه چې د اسلام لپاره يي د انټرنيټ په صفحو کې کوی الله ج دی تاسی په دواړو جهانونو کې سرلوړي او بريالي کړه سره د ټول عالم اسلام امين
زه بيا هم د تير په څير يو څو پوښتنی لرم نو هيله کوم چې راته يي ځواب کړی تر څؤ مطمئن شم

 کله چې موږ په خپل هېواد کې وو نو دومره مو زده کړی وه چې څلور مذهبه شته خو د څلورو مذاهبو خلک مو سم نه وه ليدلی خو اوس چې مهاجر شو نو دا مو هم سره وليده او کله نا کله خو زياتره ورونه او خويندی د مذاهبو په اړه بيل بيل نظرونه لری او علت يي هم د اسلام سم نه پيژندل دی  يا يي اسلام سم نه وی تعقيب کړی نو ماته هم يو څو پوښتني را پيدا شوي نو هيله لرم چې  دا پوښتني راته ځواب کړي۱
 ۱- دامام ابو حنيفه رحمته الله عليه په مذهب کې د جنازی په لمانځه کې سورته فاتحه نه ويل کيږی په کوم دليل يي نه وايو کوم خلک يي چې وایی نو هغوی دا حديث عملی کوی چې وایی 
لا صلاه لمن لا یقرا بفاتحه الکتاب
يعنی څوک چې په لمانځه کې الحمد لله ونه وایی د هغه لمونځ نه صحيح کيږی
  حيات هجران
 
ځواب 
بسم الله الرحمن الرحيم 
د جنازې په لمانځه د فاتحې لوستل
د جنازې په لمانځه کې د فاتحې لوستلو کې د مذاهبو تر مينځ اختلاف دی
د احنافو په نزد د جنازي په لمانځه کې د فاتحه سورت د قرائت په نيت لوستل صحي نه دي او د دعا په نيت لوستل صحي دي ځکه چې دا د دعا محل دی نه د قرآئت . کفايت المفتي ج ۴ ص ۷۱ .
وفی عالمګيري ج۱ ص ۱۴۷ ولايقرأ فيها القران ولو قرأ الفاتحة بنية الدعاء فلا بس به وان قرأها بنية القراءة لايجوز لانها محل دعاء دون القرآءة .
د امام شافعي او امام احمد په نزد د فاتحی لوستل د جنازي په لمانځه کې واجب دی د دوی دليل د رسول الله صلی الله عليه عام قول دی (لاصلاة لمن لم يقرأ بفاتحة الکتاب ) رواه بخاري  
او دا حديث : عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّه عَنْهُمَا: أَنَّهُ صَلَّى عَلَى جَنَازَةٍ، فَقَرَأَ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ قَالَ: لِيَعْلَمُوا أَنَّهَا سُنَّةٌ (بخاري ) .
مګر د ابوحنيفه او امام مالک په نزد د جنازې په لمانځه کې فاتحه نشته د دوی دليل دغه احاديث دي د امام مالک په موطا كې (۵۳۵ ) صحي حديث دی : عن نافع ان عبدالله بن عمر کان لايقرأ فی الصلاة علی الجنازة ، او د ابن عمر او عبدالرحمن بن عوف حديث دی : وعارضوا حديث ابن عباس بحديث ابن عمر وعبد الرحمن بن عوف قالا في صلاة الجنازة: ليس فيها قراءة شيء من القرآن  .
دوی وايي د جنازی لمونځ د مړي د پاره دعا ده نو ځکه پدې لمانځه کې قرائت نشته او همدارنګه له نورو لمونځونو سره فرق لري چې په دې لمانځه کې رکوع او سجده نشته .
په دې اړه علماؤ اوږده بحثونه ليکلی دي
خو اصلي حقيقت به الله تعالی ته معلوم وي والله تعالی اعلم . 
Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته

    الله ج مو په دواړو جهانونو کې کامياب او سر لوړی لره چې دومرړه غټ خدمت ته مو ملا تړلی ده او الله ج دی نور توفيق هم درکړی تر څو ډیر ورونه او خويندی چې د اسلام د مبارک دين نه ناخبره دی ستاسی د دی لوی خدمت نه خبر شی عمل پری وکړی او نورو ته يي ورسوی سره زموږ د ټولو
    امين ثم امين
    په مينه