د ټولنې د اصلاح دريمه وسيله – د کورنۍ اصلاح

دريم ، د کورنۍ اصلاح :

د کورنۍ اصلاح د ټولنې اصلاح ده ، د مور اصلاح د کورنۍ اصلاح ده ، ځکه د انسان د تربيت لومړی مدرسه د مور غيږ ده کله چې دغه مدرسه اصلاح شوه نو فارغان به يې هم اصلاح وي مګر که دغه مدرسه فاسده شوه فارغان به يې هم فاسد وي .

ددې مدرسې اصلاح په علم سره کيږي تر څو صحي عقيده او د دين ضروري احکام زده کړي او د خپل اولاد مسئوليت درک کړي او د هغه صحي تربيت ته پاملرنه وکړي [فَاعْلَمْ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ][1]

کله چې مور په ضروري شرعې علم پوه ، دينداره او تقوی داره وي نو پر اولاد باندې يې اثر پرېوځي ځکه چې کوچني اولادونه اکثراً د مور تر مراقبت لاندې وي او د کوچني والی په سن کې دوماغ بالکل خالي وي عيقدتي ، عبادتي او اخلاقي تربيت خاص اهميت لري .

نو لومړۍ بايد د مور صحي تربيت ته توجه وشي تر څو په آسانی سره په کورونو کې اصلاح راشي ، د مور د صحي تربيت لپاره په هره سیمه او کلي کې د داسې اسلامي مدارسو جوړول پکار دي چې کاملاً په اسلامي حجاب ، شرعي ضوابتو او ښځينه چاپیريال کې وي له هر قسم اختلاط څخه پاک وي .

افسوس چې په کلي کې واده ته په ټکرې کې تلل عيب او عار نه دی ، فصل او پټې ته د ښځې تلل عار او عيب نه دی مګر په کلي کې د ښځو ديني مدرسه او د ښځو شرعې مدرسې ته تلل او د ښځو د شرعې مدارسو جوړول عار او عيب دی .

د ښځو د تعليم واک او مصارف دې مسلمانان پخپل لاس کې واخلي ، مؤسساتو او نورو پرديو ته د مداخلې هيڅ واک نه ورکوي ځکه د هغوی مقصد بيا بل څه دی .

آن لاين اسلامي لارښود

[1] – سوره محمد :۱۹ .

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 4 times, 1 visits today)