چا سره مال وي او پوروړی هم وي زکات به څنګه ادا کوي؟

اسلام‌علیکم ورحمته الله و برکاته!

د زکات په باره کی لاندي دوې پوښتني لرم ستاسي د جواب په هيله.

١ : که چيري زه دوه زره دالر نقد ولرم او څلور زره دالر پور راباندي وي نو د دغه دوو زرو دالرو زکات به ورکوم که يا؟

٢: که چيري زه سره زر ولرم او هغه نساب ته رسيدلي وي په عين حال کي پر ما پور هم باندي وي نو آيا زه بايد د زرو ذکات ورکړم که يا؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

نغدي پيسې او سره زر دواړه مال بلل کيږي ، لومړی به خپل قرضونه ادا کيږي کچېرې څه ورڅخه پاتې شول چې نصاب ته رسيدل نو د هغه زکات واجب دی .

مګر کچيرې قرض ادا نه کړي او په دغه مال باندې يو کال پوره شي زکات ورباندې واجب دی ، زکات به ادا کيږي او وروسته به خپل قرض ادا کيږي .

إذا أَمْسَكَهُ لينفق منه كل ما يحتاجه فحال الحول وقد بقي معه منه نصاب فإِنَّه يزكي ذلك الباقي، وإن كان قَصْد الإنفاق أيضاً في المُسْتَقْبل لعدم اسْتِحْقاق صرفه إلى حوائجه الأَصْلية وقت حولان الحول (الدر المختار مع الرد:2/11).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email