عن معاذ بن جبل قال لما بعثه رسول الله صلی الله عليه وسلم الی اليمن خرج معه رسول الله صلی الله عليه وسلم يوصيه ومعاذ راکب و رسول الله صلی الله عليه وسلم يمشي تحت راحلته فلما فرع قال يا معاذ انک عسی ان لا تلقاني بعد عامی هذا ولعک ان تمر بمسجد هذا وقبری فبکی معاذ جشعاً لفراق رسول الله صلی الله عليه وسلم ثم التفت فاقبل بوجهه نحوالمدينة فقال ان اولی الناس بی المتقون من کانو وحيث کانو (رواه احمد ) .
د مغاذ بن جبل رضی الله عنه نه روايت دی رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه کله يمن ته د قاضي په حيث لیږلو (دهغه د رخصتولو په وخت کې ) رسول الله صلی الله عليه وسلم هم له هغه سره د څه وصيتونو فرمايلو دپاره د هغه سره روان شو چې مغاذ په سورلی سور ؤ او نبی کريم صلی الله عليه وسلم د سورلی سره لاندې پياده روان ؤ . کله چې هغه د نصيحت او وصيت کولو فارغ شو ويې وفرمايل : ای مغاذه ! شايد زما د ژوند ددې کال پس بيا زما اوستا ملاقات ونه شي (او ته چې کله د يمن نه پس راشي نو ته به په دې مدينه کې زما سره د ملاقات پر ځای) زما په جومات او قبر تير شي . مغاذ چې دا وارويدل نو د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات فکر يې وکړ او دهغه د فراق له وجې په ژړا شو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه د طرف نه مخ د مدینې طرف ته کړ او بيا يې وفرمايل : زما سره ډير نږدې هغه خلک دي کوم چې د خدای جل جلاله څخه ويريږي او د تقوی ژوند تيروي هغه چې هر څوک وي او هر چیرې وي . (رواه امام احمد ) .
لنډه تشريح او د عبرت ټکي :
– رسول الله صلی الله عليه وسلم پخپل آخري ارشاد کې معاذ ته تسلې ورکوي چې ته غم مه کوه هر کله چې ستا په زړه کې د خدای ويره وي نو بيا په يمن کې د اوسيدو باوجود زما نه لرې نه يې د دنيا ژوند خو څو ورځې دی هميشه ژوند خو د آخرت دی ، او د الله ټول هغه بندګان چې تقوای ولري ما ته نږدي دي او زما سره دي ولو که هغه د هر ځای وي .
– ددې آخري خبرې کولو په وخت رسول الله صلی الله عليه وسلم ځکه مخ بلې خواته کړ چې د معاذ د ژړا په وجه ده مبارک ته هم ژړا ورغله او له سترګو يې اوښکې لاړې هغوی (ص) غوښتل چې مغاد د ده بهيدونکی اوښکې ونه ويني .
– معاذ رضی الله عنه خپل جانان پريږدي او په ژړا سره د فراق سفر ته دوام ورکوي او د اسلام خدمت کوي .
وګورﺉ هغه صحابه کرام چې د خوږ نبی اکرم صلی الله عليه وسلم د يوه ګړﺉ مجلس سره يې ټول دنيا نه برابروله خو د اسلامې دعوت او دين د پراختيا د پاره لرې لرې ملکونو ته لاړل او د ډيرو صحابه قبرونو د دنيا په ګوټ ګوټ کې تيت دي ترمونږ پورې يې دا دين را رسولی دی او د دوی مبارکانو د خواريو په وجه الله جل جلاله په خپل فضل مونږ هم ددې ستر نعمت څخه برخمن کړی يو چې بايد د خپل دين قدر وپيږنو .
– معاذ په سورلی سور ؤ او رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه سره روان ؤ او هغه يې رخصت کړ چې ددي نه د هغه صلي الله علِه وسلم د نائب درجه او مرتبه څرګنديږي .
الله تعالی دې مونږ ټولو ته د تقوی ژوند را په برخه کړي (آمين يا رب العلمين ) .
آن لاين اسلامې لارښود
(Visited 72 times, 1 visits today)
خدای مو جنت به نصیب کره
الله ج مو په دواړو جهانونو کې کامياب کړه او الله ج دی موږ ټولو ته په تقوا کې ژوند رانصیب کړی امين
په مينه
الله(ج)دي مونږ ته دتقوای ژوند رانصيب كړي_داليكنه چه هرچاليكلي وي الله ج دي زماسره جنت الفردوس ورنصيب كړي__ وسلام عليكم ستاسي ديني ورورنسيم درويش_
د آن لاين اسلامې لارښود لوستونکو وروڼو او خوندو!
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
د پورته مضمون په لوستلو د مبارک عليه سلام او معاذ د فراق په اوښکو مي ډير وژړل او په يادولو يې ژړا راځي .
خو الله تعالی په مونږ کې تقوی او د خدای ويره پيدا کړي .
آن لاين اسلامې لارښود چلونكي دی خدای کامياب کړي چې د هيواد په ننيو سختو شرايطو كي د افغان کړدلی ولس د ننه او بهر افغانانو ته ديني لارښوونی رسوي الله اجر درکړي
وردګ بندچک