ګرانه اسلام علیکم…
زه له ستا سو څخه داپوښتنه لرم چه که زه په روژه کی دورځی دخپلی ښځی سره
مستی وکړم مذی می ووځی روژه پری ماتیږی اوکه نه؟ 2 : یایی په روژی حالت
کی خپله ښځه چپ (مچو)کړم روژه پری ماتیږی اوکه نه ؟ 3 : یا خپله ښځه دور
ځی په مهال غیږه کی ونیسم اویوځای ورسره څملم ایا په دی روژه ماتیږی او
که نه؟
4: انزال څه شی ته وایی؟
5:که روژه مکروه شی څه حکم لری؟
"په درناوی"
لومړی : د تاسی مستی چې د مذی د وتلو تر حده رسيږي نو د شهوت قوي خطره ده دا مستی روژه مکروه کوي
دوهم : که چيری روژه لرونکې په ځان ډاډمن نه وي مچی روژه مکروه کوي او که پر ځان ډاډمن وی باک نلری
دريم : څملاستل او په غيږ کې نيول هم د ډاډ په حالت کې پروانه لری خو که سړی بې واکه وي نو روژه مکروه کوي
څلورم : انزال هغه سپينی اوبه يا منی دي چې د جماع په وخت کې په خوند توپ او تيزي سره وځی او ورسته له انزال څخه ستړيا محسوسيږي او شهوت په پوره ټوګه له منځه ځی
پنځم :
د روژی په مکروهاتو روژه نه ماتيږي ولی ثواب يې کميږي