په ګناهونو باندې توبه ويستل

 

په ګناهونو باندې توبه ويستل
ګرانه پام کوه ! کله داسې فکر اوسوچ ونه کړې چه زه خو نو ډير ګنهګاريم نور نو له شرمه دتوبی اودُعا لاسونه خپل رب(ج )  ته نشم پورته کولی .
د خدای  له رحمت څخه نا هيلی کيدل لوی جرم دی او د بنده له شانه سره هيڅ نه ښايې .
پوه شه داسې فکر هيڅ کله هم مه کوه د الله تعالی د رحمت دربار هر کله دخپل بنده پر مخ پرانيستي دی
الله  (ج ) په ډيره مهربانۍ سره خپلو ګنکارو بندګانو ته داسې خطاب کوي :
قوله تعالی :
يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (الزمر ۵۳ ).
ای زما  بنده ګانو!  کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تيری کړی دی  دالله له رحمت څخه مه ناهيلی کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښي هغه خو بښونکی اومهربان دی .
وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ 31 النور
مؤمنانو! تاسی ټول دخپلو ګناهونو نه الله تعالی ته توبه وباسې ددی دپاره چې کامياب شئ  .(النور ۳۱ )
د بندګانو په توبه الله ج خوشحاليږي
وعن أبي حمزةَ أنسِ بنِ مالكٍ الأنصاريّ – خادِمِ رسولِ الله صلی الله عليه وسلم قَالَ : قَالَ رَسُولُ الله صلی الله عليه وسلم : للهُ أفْرَحُ بِتَوْبَةِ عَبْدِهِ مِنْ أَحَدِكُمْ سَقَطَ عَلَى بَعِيرهِ وقد أضلَّهُ في أرضٍ فَلاةٍ (متفق عليه ).
له ابي حمزه انس بن مالک انصاری (رض) خادم رسول الله (ص) نه روايت دی چه رسول الله  (ص) فرمايلی :
چه ديوه کس نه په يوه دښته يا صحرا کې خپل اوښ ورک شوی وي او هغه پيدا شي نو دغه کس به څومره خوشحاليږي –  بس الله تعالی ددی نه هم ذيات دخپل بنده په توبه ويستلو خوشحاليږي .
 
د توبی دروازه ترمرګه خلاصه ده :
ان ابنِ عُمَرَ عَن الْنَّبيِّ صَلَّى اللَّهُ عَليْهِ وسَلَّم قَالَ:- "إنَّ اللَّهَ يقبلُ توبةَ العبدِ ما لمْ يُغَرْغِرْ (ترمذی).
له ابن عمر نه  روايت دی چه : نبی اکرم فرمايلی چه د مرګ د آخری غرغری نه لږ مخکې الله تعالی د خپل بنده توبه هم قبلوي .
 
د توبی  د قبوليت  شرطونه :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَّصُوحًا (التحريم ۸ ) .
ای مؤمنانو ! الله ته پخه او رښتونی توبه وباسی .
 د توبی د قبوليت دری شرطونه دی چې ددی ته وایې نصوح توبه :
۱- د کومې ګناه چې توبه کوي هغه ګناه به فوراً پريږدي اوبيا دې عمل پری جايری نه ساتی
۲- په ګناه پښيمانه کيدل او شرمنده ګي ښکاره کول .
۳- دريم داچه د آينده لپاره به کلکه او پخه اراده کوي چې بيا به دا ګناه نه کوم  .
که په دې دریو شرطونو کې يو هم نه وي توبه نه قبليږي .
او که کومه ګناه د بنده له حق سره تعلق ولری لکه ، په ناحقه د چا مال خوړل ، بهتان ،غيبت ،قرض او داسې نور نو پداسې ګناه کې څلورم شرط هم شته چې هغه د بنده د حق ور سپارل يا له هغه نه پخښنه تر لاسه کول دي .
 

 

(Visited 42 times, 1 visits today)