ځواب : بسم الله الرحمن الرحيم – که امام دری آيته لوستې وي او مقتدي فتحه ورکړي لمونځ نه فاسيږي بلکي غوره داده چې کله امام دری آيت لوستي وي ورسته څه ورڅخه هير شي نو فوراً دې رکوع ته لاړ شي (کفايت المفتي ج۳ ص ۴۶۳ ) .
بخلاف فتحه علی امامه فانه لايفسد مطلقاً لفاتح واخد لکل حال الخ .. شرح التنوير ج۱ ص ۶۲۲ ) .
کما صرح فی الدرمختار والشامي : بخلاف فتحه علی امامه فانه لايفسد مطلقاً لفاتح واخد لکل حال .
قوله بکل حال : ای سواء قرأ الامام قدر ما تجوز به الصلوة ام لا انتقل الی اية اخری ام لا بتکرار الفتح (الشامي ج۱ ص ۴۱۸ ) .
پس معلومه شوه چې په دې سره لمونځ نه فاسيديږي او نه سجده سهوې ته ضرورت شته .
البته شامي او نورو کې ددې هم تصريح شوی ده چې لکه څنګه چې مقتدي ته مکروهه ده چې فوراً فتحه ورکړي همدارنګه امام ته هم دا مکروه ده چې مقتدي ته د فتحې ورکولو زمينه برابره کړي ،بلکه امام لره پکار ده چې يا بل مناسب ايت يا سورت ته منتقل شي او يا رکوع ته لاړ شي .
کما قال فی الشامي يکره ان تفتح من ساعته کما يکره للامام ان يلجه اليه بل ينتقل الی اية اخری لا یلزم من وصلها ما يفسد الصلوة او الی سورة اُخری او يرکع .
آن لاين اسلامې لارښود
(Visited 3 times, 1 visits today)
يسلمو