سلامونه او احترامات ومنئ!
ددې بې ساري خدمت مو منندوی یم!
محترمو!د جنازې لمونځ کې د بوټانو اوباسل څه حکم لري؟
شيرشاه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
کچېرې په بوټونو باندې نجاست نه وي نو د جنازې لمونځ د بوټونو سره او همدارنګه بوټونو ايستلو دواړو حالاتو کې جايز دی .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : اذا صلی احدکم فليخلع نعليه بين رجليه ، او ليصل فيهما (رواه حاکم ).
نو د جنازې په لمانځه کې د بوټونو په ايستلو باندې الزام لګول او د بوټونو نه ايستل بد ګنل په دين کې بدعت دی .
(مفهوم البدعة ص ۱۷۹).
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود
(Visited 26 times, 1 visits today)
آن لاين اسلامې لارښود قافله دعوت الی الله