د هند لويه وچې ته د لومړي ځل لپاره په کال د ۴۴ هجري کې «مهلب بن ابی صفره» د جهاد لپاره تر سند پورې تللی تر دی ، دوښمن يې مات کړی او د غنائمو سره بيرته را ستون شوی دی او وروسته هند ته د جهاد لپاره د معاويه رضی الله عنه لخوا «سنان بن سلمة» ليږل شوی دی (تاريخ الاسلام للذهبی ۴/۱۲ ).
او وروسته د محمد بن قاسم لخوا ملتان او نور ښارونه فتح شوي دي او د هغه څخه وروسته د عباسي خلافت لخوا «عبد الملک بن شهاب» هند ته د جهاد لپاره ليږل شوی دی تاريخ الإسلام” (9 /371) ، “البداية والنهاية” (10/140) .
سلطان محمود غزنوي او د هند فتح
سلطان محمود غزنوي د سبکتکين زوی او سبکتکین د غزنوي حکومت مأسس دی کوم چې ۳۵۱ کال کې يې غزنوي سلطنت تأسيس کړی دی .
سلطان محمود د پلار د مرګ او د هغه ورور د څه وخت سلطنت وروسته د غزنوي حکومت سلطان وټاکل شو .
سلطان محمود غزنوي ډير متقي ، عادل او مجاهد سطان تير شوی دی چې په اسلامي تاريخ کې په بت شکن ، سطان عادل ، ناصر الحق ، سطان عازي او فاتح هند باندې ياد شوی دی .
سلطان محمود په کال د ۳۹۲- ۴۱۶ څو ځله هند ته د جهاد لپاره تللی دی او هلته يې د د سومنات په څير د کفر او شرک سترې بت خانې نړولی دي او د هند لويه وچه يې فتحه کړې ده .
امام ذهبی رحمه الله وايي چې : سلطان محمود بن سبکتکین پخپل ځان باندې هر کال هند ته د جهاد لپاره تلل فرض کړي وو بلاخره يې په پراخه توګه هند فتح کړ او د سومنات بتخانه يې ورانه کړه . “سير أعلام النبلاء” (17 /485) .
ابن کثير رحمه الله «البداية النهاية ۱۱/۳۷۹» کې ليکي : په کال د ۹۲ هجري کې سلطان ملک یمين دوله ابو قاسم محمود بن سبکتکین الترکي لخوا هند فتح شو .
د سلطان محمود رحمه الله مهم صفات :
۱- د دين او سنتو خپرول .
۲- د علماوو سره مينه او د هغوی په مجلس کې کيناستل .
۳- د کفر او شرک د بتان نړول .
۴- د بدعت او منکراتو له مينځه وړل .
۵- په خلکو کې د عدل قيام .
۶- د عباسي خلافت سره د دين په نصرت کې تعهد کول لکه د عبيدیه باطل دولت پر وړاندې دريدل .
۷- د اسلام د خپرولو لپاره د الله تعالی په لاره کې جهاد کول خپل مسئولیت بلل .
آن لاين اسلامي لارښود