د دښځې د وروځو د ويښتانو سمول روا دی ؟

 

د ښځې د وروځو د ويښتانو سمول روا دی ؟
د وروځو جوړول او له هغی څخه ويښان ايستل حرام دي او پداسې کسان د خدای ج لعنت دی :
لعن الله الواشمات والمستوشمات والنامصات والمتنمصات والمتفلجات للحسن المغيرات خلق الله (رواه بخاری ) .
الله تعالی لعنت کړی څوک چه خال وهی او هغه چه د خال وهلو خيال وکړي ،او هغه څوک چه وروځی نري جوړوي اوهغه چې  د وروځو د نری جوړولو خيال کوي ، اوهغه څوک چه د ډول اوښاست لپاره د غاښونو تر منځ فاصلی جوړوي دا هغه کسان دی چه د خدای ج خلقت کې تغير راولې .
ددو ورځو ترمنځ ويښتان که لری شی باک نلری ځکه چې دا وروځو له ويښتانو نه شميرل کيږي
که د ښځی پر مخ بدون له وروځو نور ويښتان وي د هغه لری کول باک نلری او که د وروځو ويښتان دومره لوی شي چې د سترګو لپاره تکليف جوړوي د هغه لنډول باک نلری .( فتاوی انوارالاسلام ).

په حرامو پيسو کښل شوي چاه اودس رواه دی ؟
هو په حرامو پيسو کښل شوي چاه اودس رواه دی او هم په دغه اودس سره لمونځ روا دی
ځکه چې (الماء طهور ) حديث شريف کې ويل شوي فقط (فتاوی دارالعلوم ديوبندی ج۱ص۱۲۲).

 
د جنابت په حالت کې خوراک او چښاک کول رواه دي ؟
هو د جنابت په حالت کې خوراک او چښاک کول يا د حيوان زبح کول او داسې نور کارونه چې د هغه لپاره طهارت شرط نه وي روا دي .
مګر تر خوراک او چښاک مخکې استنجاء او اودس کول ښه کار دی ځکه چې په صحيحينو کې له بی بی عايشی رض څخه روايت چې څه وخت به چې جناب رسول الله ص د جنابت په حالت کې ؤ نو چې پدې حالت کې به يې خوراک يا بيديدلو اراده کوله نو لومړی به يې اودس تازه کولو بيا به يې خواراک کاوه يا به بديده (مشکوة ص ۴۹)

( فتاوی يوسفيه ج ۲ ص ۵۵ ).

 
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 96 times, 1 visits today)

یو څرګندون یا تبصره

  1. سلامونه می ومنی زما یوه پوښتنه دی خدای دی وکړی چی راته یی جواب کړی زما پوښتنه دادی که څوک په جیب کی سورت یاسین ګرځوی داڅنګه دی داغذاب لری او کنه ځکه ددی سره خو تشناب یا بل ځای ته هم ځی دپه اسلام کی څه حکم لری مننه

    وعليکم وسلام
    تاسې خپل ځواب دلته وګورئ http://dawat.katib.org/archives/1041