د انلاین اسلامی لارښود محترمو کارکونکو السلام علیکم ورحمة الله و برکاته:
محترما د زکات په هکله یوه پوښتنه لرم هیله ده چی راته ځواب یی کړی:
یوه زنانه شپیته ګرامه سره زر لری او استعمالوی یی او تر څنګ یی پنځوس زره افعانی هم لری. دا چی د سروزرو نصاب یی پوره ندی لیکن د پیسو نصاب یی پوره دی اوس به دغه زنانه یواځی د پیسو زکات اوباسی او که د دواړو، هم د سروزرو او هم د پیسو؟
مننه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
کچېرې د چا سره څه سپين زر يا سره زر او نغدې پيسې وي نو دواړه به د نصاب لپاره سره جمع کړي او اقل نصاب چې د سپينو زر نصاب دی په نظر کې ونيسي ، د سپينو زرو نصاب (595) ګرامه دی ، او زرو سرو ۸۵ ګرامه دی.
کله چې 60 ګرامه سره زر د 50000 نغدو افغانيو سره يو ځای شي د سپينو زرو نصاب پوره کوي او زکات ورباندې واجب دی .
د زکات حساب
د ۶۰ ګرامه مستعملو سرو زرو نرخ به معلوم کړي مثلاً که ګرام په 2000 افغانۍ وي نو ټول قيمت به 120000 افغانۍ شي ددې سره به 50000 نغدې جمع کړي تولې به 170000 افغانۍ شي ددې پيسو څلويښتمه برخه به زکات ورکړي يعنې :
170000/40=4250
د زکات اندازه به 4250 افغانۍ شي . دا به د زکات په مستحقينو وويشي .
فقد جاء في ” الموسوعة الفقهية ” (23/268 – 269) : ” ذَهَبَ الْجُمْهُورُ ( الْحَنَفِيَّةُ وَالْمَالِكِيَّةُ وَهُوَ رِوَايَةٌ عَنْ أَحْمَدَ وَقَوْلُ الثَّوْرِيِّ وَالْأَوْزَاعِيِّ ) إلَى أَنَّ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ يُضَمُّ أَحَدُهُمَا إلَى الْآخَرِ فِي تَكْمِيلِ النِّصَابِ , فَلَوْ كَانَ عِنْدَهُ خَمْسَةَ عَشَرَ مِثْقَالًا مِنْ الذَّهَبِ , وَمِائَةٌ وَخَمْسُونَ دِرْهَمًا , فَعَلَيْهِ الزَّكَاةُ فِيهِمَا , وَكَذَا إنْ كَانَ عِنْدَهُ مِنْ أَحَدِهِمَا نِصَابٌ , وَمِنْ الْآخَرِ ما لا يَبْلُغُ النِّصَابَ يُزَكَّيَانِ جَمِيعًا , وَاسْتَدَلُّوا بِأَنَّ نَفْعَهُمَا مُتَّحِدٌ , مِنْ حَيْثُ إنَّهُمَا ثَمَنَانِ [ أي : تثمن بها الأشياء] , وَيُتَّخَذَانِ لِلتَّحَلِّي .
القول بضم الأوراق النقدية إلى الذهب والفضة في تكميل النصاب ، هو الذي عليه قرار المجمع الفقهي التابع للرابطة ، وأيضا قرار هيئة كبار العلماء في المملكة العربية السعودية ، وعليه فتوى اللجنة الدائمة للإفتاء في السعودية .
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود