رجم په قرآن ، سنتو او اجماع ثابت دی

اسلام علیکم ګرانه محترمو!
هیله دی چی روغتیا مو په نصیب وي. زما یو پوښتنه دی او هغه دا دی چی: آیا په اسلام مبین دین کی رجم یا سنګسار شته؟ ما د یو دینی عالم کتاب چی په دری ژبه وو ولوست او په هغه کی ویل شوی وو چی رجم اصلا د قرآن کریم آیات سره په ټکړ کی دی ځکه چی د زانی لپاره په قرآن کریم کی واضح حکم شته دی او په هغه کی ویل شوی چی باید زانی په دوره ووهل شی. حال دا چی دا ندی واضح شوی چی هغه زانی شیخه او یا شیخ ووسی. هغه به استدلال کاوه چی کله په قرآن کریم کی دا مشخص شوی نه دی نو حکم د ټولو لپاره دی نه یواځی د هغه چا لپاره چی هغه واده ونه لری. زما په نظر هم د هغه خبره منطیقی راغله٬ ځکه چی قرآن کریم کله دوره یې چی د سنګسار په تناسب دیر کم تعذیب دی ذکړ کړی دی خو بیا ولی د سنګسار په شان شدید تغذیب یی ندی ذکړ کړی؟


ځواب

بسم الرحمن الرحيم

اول :

د واده شوي سړي يا ښځې رجم  په کتاب الله ، سنتو او د امت په اجماع ثابت دی .

د ټولو صحابه کرامو په دې باندې اتفاق دی چې د رجم آیت [الشَّيْخُ وَالشَّيْخَةُ إِذَا زَنَيَا فَارْجُمُوهُمَا…] تلاوت منسوخ او حکم يې باقي دی ، او د نسخ حکمت د رښتنې مؤمن ، او په زړه ناروغه او منافق امتحان دی .

او همدارنګه رجم د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه په متواترو فعلي او قولي سنتو ثابت دی .

او په دې باره کې ډير روايات نقل شوي دي :

«عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ رضي الله عنه قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( خُذُوا عَنِّي ، خُذُوا عَنِّي ، قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لَهُنَّ سَبِيلًا ، الْبِكْرُ بِالْبِكْرِ جَلْدُ مِائَةٍ وَنَفْيُ سَنَةٍ ، وَالثَّيِّبُ بِالثَّيِّبِ جَلْدُ مِائَةٍ وَالرَّجْمُ» (صحيح مسلم :۱۶۹۰).

همدارنګه قصه د ماغز چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته له څو طرفونو څخه راغی او په زنا يې اقرار وکړ ، رسول الله د هغه د رجم کولو حکم وکړ (المسلم و ابوداود ) .

 او قصه د غامديه چې په زنا يې اقرار وکړ او رسول الله صلی الله عليه وسلم د بچي پيدا کېدو وروسته د هغه د رجم کولو حکم وکړ (المسلم ، ابوداود ) .

او د هغه وروسته خلفاء راشدينو او امت عمل ورباندې کړی دی .

جاء في الموسوعة الفقهية :

اتَّفَقَ الْفُقَهَاءُ عَلَى أَنَّ حَدَّ الزَّانِي الْمُحْصَنِ الرَّجْمُ حَتَّى الْمَوْتِ رَجُلا كَانَ أَوِ امْرَأَةً وَقَدْ حَكَى غَيْرُ وَاحِدٍ الإِجْمَاعَ عَلَى ذَلِكَ .

لا خِلافَ بَيْنَ الْفُقَهَاء ِ فِي وُجُوبِ الرَّجْمِ عَلَى الزَّانِي الْمُحْصَنِ رَجُلا كَانَ أَوِ امْرَأَةً .

وَقَدْ ثَبَتَ الرَّجْمُ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِقَوْلِهِ وَفِعْلِهِ فِي أَخْبَارٍ تُشْبِهُ التَّوَاتُرَ . وَهَذَا قَوْلُ عَامَّةِ أَهْلِ الْعِلْمِ مِنَ الصَّحَابَةِ وَالتَّابِعِينَ وَمَنْ بَعْدَهُمْ .(الموسوعة الفقهية ج ۲۲ ص ۱۲۴).

جاء في رد المحتار على الدر المختار 3 / 145- 146

 ( وَيُرْجَمُ مُحْصَنٌ فِي فَضَاءٍ حَتَّى يَمُوتَ ) وَيَصْطَفُّونَ كَصُفُوفِ الصَّلاةِ لِرَجْمِهِ , كُلَّمَا رَجَمَ قَوْمٌ تَنَحَّوْا وَرَجَمَ آخَرُونَ .( فَلَوْ قَتَلَهُ شَخْصٌ أَوْ فَقَأَ عَيْنَهُ بَعْدَ الْقَضَاءِ بِهِ فَهَدَرٌ ).

دوهم :

په دې خبره باندې پوهيدل پکار دي چې د اسلامي شريعت مصادر عبارت دي له قرآن ، سنت او د قرآن او سنتو په رڼا کې اجماع امت او په ځنې خاصو حالاتو او شرايطو کې قياس دی .

ځني أحکام په قرآنکريم کې مجمل ذکر شوي چې بيا يې تفصيل په سنتو کې راغلی دی .

په قرآنکريم د لمانځه او زکات حکم شوی دی : [وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ].

ولی د رکعتونو شمير د لمانځه د ادا کولو کيفيت او همدارنګه د زکات نصاب په قرآنکريم کې نه دی ذکر شوی ، خو د ادا کولو طريقه او کيفيت له سنتو څخه ثابت شوی دی ځکه چې قرآنکريم حکم کړی چې په څه باندې تاسې ته رسول الله تاسې حکم کوي هغه ونيسئ :

[وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ … ] (الحشر: ۷).

ژباړه : او هغه څه چې رسول يې تاسې درکوئ واخلئ او له هغه څه نه چې تاسې منع کوي ډډه وکړئ او له الله څخه ووېرېږئ .

او همدارنګه سنت الهي وحی ده .

[وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى ، إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى]  (النجم ۳-۴ )

ژباړه : او خبرې نه کوي (محمد) له هوا (خپلې ) نه ، نه دی دغه (قرآن) مګر وحی ده چې ورته ليږل شوی ده .

دريم :

 هر تش په نوم عالم د قرآن تفسير او ترجماني نشي کولای بلکي تفسير اصول او قواعد لري .

تفسير د قرآن په قرآن ، تفسير د قرآن په سنتو ، په تفسير کې د صحابه کرامو فهم او اقوال ، د تابعينو فهم او اقوال او د پخوانيو مفسرينو فهم او اقوال لکه : ابن کثير ، قرطبي او نورو په نظر کې نيول او د تفسير د اصولو او قواعدو پرته د خپل رأی ، منطق او عقل څخه د قرآن ترجمه د قبول وړ نه بلکي مردوده بلل کيږي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 90 times, 1 visits today)