د پخيدو څخه مخکې د جلغوزو خرڅول ؟

السلام علیکم ګرانو اومحترمینو الله دی وکړی چی روغ او جوړ به یاستی محترمینو یوه پو شتنه لرم هغه دا چی زمونژ په منطقه کی دجلغوزیو میوه(  غوټۍ) لا پخی نه دی ځای ته نه دی رسیدلی په څلور حصو کی دریمه حصه هم نه درسیدلی خلک یی لا اوس اخلی ددغه سودا اخیستل او خر څول سنګه دی ؟ بله دا چی دغه غوټۍ خلک واخلی او بیا یی څو ورځی په بل چا خرڅی کړی که په دغه باره کی معلومات راکړی مهربانی به مو وی

ستاسو ورور  مطیع الله ثاقب  (  ابوظبی )


ځواب

بسم الله الرحمن الرحمن

د څلورو واړو مذاهبو د فقهاء کرامو په دې باندې اتفاق دی چې پخيدو يا رسيدو مخکې د ميوجات خرڅول جايز نه دي په دليل د دغه حديث : «لا تَبِيعُوا الثَّمَرَ حَتَّى يَبْدُوَ صَلاحُهُ (البخاري ۲۱۸۳)

ژباړه:  تر څو چې ميوجات نه وي پاخه شوي هغه مه خرڅوئ .

دا ځکه چې په دې معامله کې الغرر (نا څرګندوالی او جهل ) پکې دی .

مګر الغرر (جهل ) په لاندې صورتونو کې شرعاً معاف دی :

۱- کله چې ډير کم وي نو باک نلري لکه : حمام کول ، ځکه چې انسان فرق لري ، يو زياتې اوبه مصرفوي او بل کمې په دې هم غرر او جهل ولی دا کم دی نو ځکه معاف دی .

۲- دا چې د خلکو په عامه حاجت پورې اړه ولري  .

۳- دا چې د هغه څخه خلاصون (التحرز) نه وي .

فقه معاملات – الاکاديمية الاسلامي العالمي / دوکتور عبدالله بن منصور :

اولاً :فالغرر اليسير متفقٌ على عدم تأثيره، وهذا محل إجماعٍ.

الثاني: أن لا يكون الغرر مما تدعو إليه الحاجة العامة، إذا دعت إليه الحاجة العامة، فإنه عندئذٍ يجوز لهذه الحاجة، فالحاجة العامة تنزل منزلة الضرورة.

الثالث : أن يمكن التحرز منه، فإذا لم يمكن التحرز منه فإن الغرر لا يكون عندئذٍ مؤثرًا، والغررٍ الذي لا يمكن التحرز منه،مثل بعض النباتات كالجزر، كالمغيبات مثلًا التي نصفها في الفجل البطاطس الجرجير الكرات نحو هذه يشق التحرز عنها، وأيضًا تدعو إليها الحاجة العامة.

خلاصه : کچېرې دا د خلکو عام ضرورت وي مارکيت نه رسيږي ، د ضرر سره مخ کيږي او بل مشکل ورته پيدا کيږي نو داسې کول د ضرورت پر بناء جايز او که ضرر او عام حاجت نه وي داسې کول جواز نلري .

آن لاين اسلامي لارښود

(Visited 87 times, 1 visits today)