د شرمېدلې انساني او اخلاقي وقار او فطرت خلاف غربي ډيموکراسۍ علمبرداران دې مونږ ته د مور ورځ ، ښځې ورځ يا پلار ورځ لمانځل نه راښيئ دا ځکه چې :
لله حمد مونږ اسلامي شريعت لرو ، اسلامې شريعت ټول عمر ، هر ورځ او هره شبه د مور او پلار د احترام او شکران پر ځای کولو حکم کړی دی :
الله سبحانه وتعالی فرمايي:[وَوَصَّيْنَا الإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ] (لقمان 14 )
ژباړه: او مونږ انسان ته د خپل مور او پلار په حق پېږندنې کې ټينګار کړی دی . د هغه مور د کمزورۍ له پاسه کمزورۍ په حال کې هغه را اخيستی په خپله ګيډه کې يې وساته او دوه کلونه يې په تي ورکولو و لګيدل . ( له همدې کبله مونږ هغه ته نصيحت وکړ چې ) زما شکر وکړه او د خپل مور او پلار شکر پر ځای کړه .
قوله تعلی : [ووصينا الإنسان بوالديه حسناً] (العنكبوت / 8 .)
ژباړه : او انسان ته مو د هغه د پلار او مور سره د ښه چلند په کولو سپارښت وکړ .
لا تَعْبُدُونَ إِلَّا اللَّهَ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً .. (البقرة:83) .
ژباړه : بې له الله د بل څه عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره به ښېګڼه کوئ .
د البخاري (5514) اومسلم (4621) حديث شريف دی :
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : جَاءَ رَجُلٌ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ : يَا رَسُولَ اللَّهِ ، مَنْ أَحَقُّ النَّاسِ بِحُسْنِ صَحَابَتِي ؟ قَالَ : أُمُّكَ . قَالَ : ثُمَّ مَنْ ؟ قَالَ : ثُمَّ أُمُّكَ . قَالَ : ثُمَّ مَنْ ؟ قَالَ : ثُمَّ أُمُّكَ . قَالَ : ثُمَّ مَنْ ؟ قَالَ : ثُمَّ أَبُوكَ .
ابی هريرة رضی الله عنه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يو سړی راغی او ويې ويل : په خلکو څوک په ما باندې زيات حقداره دي ؟ و يې فرمايل : ستا مور ، ويې ويل بيا څوک ؟ و يې فرمايل : بيا ستا مور ، ويې ويل : بيا څوک ؟ و يې فرمايل : بيا ستا مور ، ويې ويل بيا څوک ؟ و يې فرمايل بيا ستا پلار .
♣♣♣♣♣♣♣
نو واضح شوه چې اسلامې شريعت ټول عمر ، هره ورځ او هره لحظه د مور د احترام کولو حکم کړی دی او مور يې هر وخت تر ټولو زياته حقداره ګرځولې ده ، نه دا چې يوازې د مور د احترام يا پلار او يا بل د احترام د پاره فقط په کال کې يو ځل نمايشي يادونه وشي او بس .
د کال يو ځل نمايشي يادونه يا لمانځنه د کفارو تقليد دی ، اسلام مسلمانانو ته د مور او پلار د هرې لحظي د احترام او شکر حکم کړی دی ، په کال کې په يوه ټاکل شوي ورځ د مور لمانځنه بدعت دی چې په اسلام کې هيڅ اصل نه لري د کفارو د عاداتو څخه دی مسلمان ته جايز نه ده چې په هغه کې کډون وکړي .
♣♣♣♣♣♣♣
هغه شرمېدلی قوم او شرمېدلې ډيموکراسۍ چې کله په دوی کې مور او پلار پخ سن او بوډا والی ته ورسیږي چې نور په مالي لحاظ د دوی په درد نه لګيږي نو خپل اولادونو يې د حکومت د بوډاګانو کور يا (old people’s home) ته حواله کړي چې نور يې په مخ باندې د خپل اهل عيال د شفقت ، رحم ، انسانيت او احترام دروازې وتړل شي او هيڅ خپل يې په غم او درد خبر نه وي، آيا انسانيت همداسې دی ؟
هغه والدين چې د خپلو اولادونه سره څومره تکليفونه ګالي .
د طب د پوهتنون استاذ دوکتور يوسف وايي : غرب ته د تحصيل لپاره تللی وم او بيا مې هلته د يو (old people’s home) څخه ليدنه وشوه چې ضعيف او سپين سري سړي او ښځې پکې پراته وو ، بيا د يوې بوډۍ ښځې سره مخ شوم چې هغې زما په ليدلو ډير زيات وژل . ما د هغې څخه پوښتنه وکړه چې ولی ژاړې ؟ هغې راته وويل : ستا په بڼه او قواره زما يو زوی وو هغه مې را ياد شو ، زما خپل اولادونه ډير ياديږي ، خو هغوی دلته نه راځي او مونږ هملته پراته يو .
دا د انساني فطرت ليوان اوس مونږ ته د مور او پلار لمانځل را ښيئ تر څو مونږ هم په همداسې بلاوو اخته کړي .
اللهم سلم سلم
آن لاين اسلامې لارښود