جواب : الحمد لله والصلوة والسلام علی رسوله وآله وصحبه وسلم .. وبعد:
اول صورت: داچې د قرآنکريم د تلاوت د پاره جمع کیدل د هغه په داسې طريقه ويل چې يو قرآن وايي او نور عوږ ورته نيسي د هغه په معنی کې تدبر او فکر کول واقعاً د خير کار دی الله تعالی هغه قبلوي او د هغې په بدل کې اجر ورکوي .
پیغمبر صلَى اللَّه عليْه وآلِه وسلَّم فرمايلي: «مَا اجْتَمَعَ قَوْمٌ فِي بَيْتٍ مِنْ بُيُوتِ اللَّهِ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَيَتَدَارَسُونَهُ بَيْنَهُمْ إِلَّا نَزَلَتْ عَلَيْهِمْ السَّكِينَةُ وَغَشِيَتْهُمْ الرَّحْمَةُ وَحَفَّتْهُمْ الْمَلَائِكَةُ وَذَكَرَهُمْ اللَّهُ فِيمَنْ عِنْدَهُ » (رواه مسلم و ابوداود ).
ژباړه : کوم خلک چې د الله د ذکر لپاره را جمع شي نو پرېښتې په هغوی را تاويږي ، او رحمت هغوی را نغاړي ، د زړه اطمنان او سکينه ورباندې نازليږي ، او الله تعالی هغوی په ملائکو کې يادوي .
دوهم صورت: دا چې د قرآنکريم سپارې د حاضرينو په منځ کې تقسيم کړي او هر يو پخپله قرآنکريم په زوره سره وايي چې داسې ډول لوستل مکروه دي اول خو افضل دا دی چې يو ښه لوستونکی يې ووايي او نور عږ وي په هغه کې تدبر وکړي خو که داسې نه وي نو بيا به هر يو قرآنکريم په کراره سره وايي (کفايت المفتي / مفتي کفايت الله دهلوي رحمه الله )
و يکره للقوم أن يقروا القرآن جملة لتضمنها ترک الاستماع (عالمګيري ۵/ ۳۱۷ )
و جاء في فتاوی اللجنة الدائمة :دا چې د قرآنکريم سپارې د حاضرينو په منځ کې تقسيم کړي او هر يو کس پخپله د قرآنکريم څه حصه تلاوت کړي ، د هيڅ یوه د پاره د قرآن ختم نه شميرل کيږي فقط د تبرک په نيت د قرآن په تلاوت کې يو ډول نقص او کمی دی ،ځکه د قرآن د لوستلو نه هدف الله تعالی ته نږيدېوالی دی او د هغه حفظ کول ،په هغه کې تدبر کول او د هغه په احکامو پوهيدل او د هغه له بياناتو څخه عبرت او پند اخيستل موجب د ثواب ګرځي .
دا طريقه ځکه نا مشروع ده چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم او اصحابو کرامو څخه نه ده ثابته شوې ،که د حفظ او تعليم د پاره وي نو باک نه لري .
ثانياً : توزيع أجزاء من القرآن على من حضروا الاجتماع ليقرأ كل منهم لنفسه حزباً من القرآن لا يعتبر ذلك ختماً للقرآن من كل واحد منهم بالضرورة .وقصدهم القراءة للتبرك فقط فيه قصور فإن القراءة يقصد بها القربة وتحفظ القرآن وتدبره وفهم أحكامه والاعتبار به ونيل الأجر والثواب وتدريب اللسان على تلاوته ….إلى غير ذلك من الفوائد ، وبالله التوفيق ) ا.هـ فتوى للجنة الدائمة (۲/۴۸۰)
آن لاين اسلامي لارښود