د ذکر او مناجاتو سره د موسيقۍ د آلاتو ږغول څه حکم لري ؟

ځواب :الحمد لله والصلوة والسلام علی رسوله وآله وصحبه وسلم .. وبعد

:د موسيقۍ د آلاتو ږغول حرام صوت شيطان بلل کيږي .

په حديث شريف کې راغلي : «صوتان ملعونان في الدنيا والآخرة، مزمار عند نعمة، ورنة عند مصيبة» (رواه براز في مسنده، إسناده حسن، السلسلة الصحيحة ۴۲۷ بإسناد حسن).

ژباړه: په دنيا او آخرت کې دوه ملعون (واجب لعنت) آوازونه دي، چې: يو د موسيقۍ د آلاتو غږ د سندرو په وخت کې او بل د مصبت په وخت کې آواز دی.

آیا د دغو ملعونو شيطاني وسائل کارول به څنګه په ذکر او عبادت کې جايز وي ؟

فتاوی الهندية ليکي :زمونږ په زمانه کې د ځنو صوفيانو قوالي ، مناجات له موسيقۍ سره او رقص او نچا کول حرام دی په هغه کې ګډون او ناستی حرام دی او دا عينې موسیقي او سندرې دي .

السماع وقول و رقص الذی يفعله المتصوفة فی زماننا حرام لایجوز القصد الیه والجلوس علیه وهو الغناء والمزامير سواء .

كَذَا في التَّتَارْخَانِيَّة قال رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى السَّمَاعُ وَالْقَوْلُ وَالرَّقْصُ الذي يَفْعَلُهُ الْمُتَصَوِّفَةُ في زَمَانِنَا حَرَامٌ لَا يَجُوزُ الْقَصْدُ إلَيْهِ وَالْجُلُوسُ عليه وهو وَالْغِنَاءُ وَالْمَزَامِيرُ سَوَاءٌ (فتاوی هنديه ۵/۳۵۱ ) .

مفتی کفايت الله دهلوي رحمه الله وايي:

سماع متعارف يعنی قوالی د ډهول ،سيتار ، سورني وغيره سره د شرعي محرماتو څخه دي او د عامو او خاصو لپاره ناجائز دي .

اشعار او نعت خواني د موسيقی له آلاتو سره دا ټول شرعاً منع او بدعت دی «کل بدعة ضلالة »، بدعت ته رواج ورکونکی ،په هغه کې شريک کيدونکی او اوريدونکی ټول فاسيقان دي (کفايت المفتي: ۲/۹۹ ) .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email