د خوراک او قضای حاجت اذکار

د خوراک په شروع کې «بِسم الله» ويل او که په شروع کې «بسم الله» ويل هير شي نو بيا به داسې وايي: «بِسْمِ اللهِ فِيْ أَوَّلِهِ وَآخِرِهِ» (د الله پاک په نوم په اول او آخر کې شروع کوم) .

د خوراک وروسته دعا :«الْحَمْدُ ِللهِ الَّذِيْ أَطْعَمَنِيْ هَذَا وَرَزَقَنِيْهِ، مِنْ غَيْرِ حَوْلٍ مِنِّيْ وَلاَ قُوَّةٍ» [سنن ابوداود]

ژباړه: ټولې ستاينې هغه الله پاک لره دي چې ما ته يي دغه خوراک راکړ او ما ته يي بغير د قوت او قدرت له صرف کولو روزې راکړه .

يا دا دعا ويل : «الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَطْعَمَنَا وَسَقَانَا وَجَعَلَنَا مُسْلِمِينَ» (رواه ابؤداود :۳۸۵۰،الترمذي: ۳۴۵۷ ).

ژباړه: ټولې ستاينې هغه الله پاک لره دي چې مونږ ته يي خوراک راکړ او مونږ ته يې د چښاک شی راکړ او ګرځولي يو مونږ مسلمانان .

د ميلمه دعا د کور اهل ته :«اللهُمَّ أَطْعِمْ مَنْ أطْعَمَني وأَسْقِ مَنْ سقَاني» [صحيح مسلم ۳ / ۱۲۶]

ژباړه: ای الله! چا چې ما ته خوراک راکړ هغه ته خوراک ورکړي او چا چې ما ته د څښاک شی راکړ هغه ته د څښاک شی ورکړي .

د قضای حاجت اذکار

بیت الخلاء ته د ننوتلو دعا :«بِسْمِ اللهِ، اللهُمَّ إِنّي أعُوذُ بِكَ مِنَ الخُبُثِ والخبائِثِ» (صحيح بخاري او صحيح مسلم).

ژباړه: د الله پاک په نوم ، ای پروردګاره ! زه پر تا پنا وړم له (شره ) د (شيطان ) نارينه او ښځينه .

د بیت الخلاء نه د وتلو دعا :[غُفْرانَكَ] «الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِى أَذْهَبَ عَنِّى الأَذَى وَعَافَانِى» (سنن ترمذي و ابؤداود).

ژباړه: ستا څخه بخښنه غواړم ، ټولې ستاينې هغه الله پاک لره دي چې زما څخه يي مضر شيان لری کړل او ما ته يي روغتيا او نجات راکړ.

او يوازې [غُفْرانَكَ] ويل هم صحي دي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 43 times, 1 visits today)