کور ته د ننوتلو او وتلو اذکار

د کور څخه د وتلو دعا : «بِسْمِ اللهِ تَوَّكَّلْتُ عَلَى اللهِ وَلاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللهِ» (سنن ابوداود ۴ / ۳۲۵).

ژباړه: د الله په نوم په الله پاک  توکل کوم او د الله تعالی پرته د رجوع ځای او قوت نشته .

کور د ننوتلو پر مهال به «بسم الله» او نور اذکار وايي او سلام به اچوي که په کور کې څوک وي يا نه .

جاء في موسوعة الفقهية : ” يُستحبّ أن يقول إذا دخلَ بيتَه: باسم الله، وأن يكثرَ من ذكر الله تعالى، وأن يسلّمَ سواء كان في البيت آدميّ أم لا، لقول الله تعالى: (فإذَا دَخَلْتُمْ بُيُوتاً فَسَلِّمُوا على أنْفُسِكُمُ تَحِيَّةً مِنْ عِنْدِ اللَّهِ مُبَارَكَةً طَيِّبَةً) النور ۶۱” انتهى من “الأذكار”
الموسوعة الفقهية” (۸/ ۹۲):

جناب نبي کريم صلى الله عليه و سلم فرمايي :

«إذا دخل الرجل بيته فذكر الله عز و جل عند دخوله و عند طعامه قال الشيطان: لا مبيت لكم و لا عشاء. فإذا دخل ولم يذكر الله قال: أدركتم المبيت. و إن لم يذكر الله عند طعامه قال الشيطان: أدركتم المبيت و العشاء»

ژباړه: کله چې سړی کور ته د داخليدو په وخت کې او د خوراک په وخت کې الله ياد کړي نو شیطان وايي: تاسې لره نه تخت شته او نه شپه.او کله چې داخل شي او الله تعالی ياد نه کړي نو وايي: تخت او استراحت ځای مې پيدا کړ، او که د خوراک په وخت کې الله ياد نه کړي شيطان وايي: تخت او شپه مې پيدا کړل (د شپې تيرولو ځای مې پیدا کړ).

د جومات اذکار

جومات ته د ننوتلو پر مهال به ښی پښه مخکې کړي او دا دعا به وايياللَّهُمَّ! افْتَحْ لي أبْوابَ رَحْمَتِكَ » (المسلم: ۷۱۳ ).

ژباړه: ای پروردګاره ! ما ته ستا د رحمت دروازې پرانيزه .

د جومات څخه د وتلو پر مهال به چپه پښه مخکې کړي او دا دعا به وايي: « اللَّهُمَّ! إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ » (رواه مسلم)

ژباړه: ای پروردګاره ! ما ته ستا د فضل دروازې پرانيزه .

Print Friendly, PDF & Email