نن جُمعه د حج مناسک پيل د يکشنبې ورځ د اختر لومړۍ ورځ ده

نن سهار له ۲،۵ ميليون څخه زيات حجاج کرام په داسې حال چې د تکبير ، تهليل او تحميد شعارونه يې ورکول د منا په لوري روان شول ، دوی به شپه په منا شريف کې سبا کړي او د ذوالحجې (۹) د شنبې ورځ به په عرفات باندې وقوف وکړي او بيا به شپه په مزدلفه کې سبا کړي او د يکشنبې ورځ چې د اختر ورځ ده د عقبه جمرې ، قرباني ، حلق او تقصير او طواف زيارت ادا کړي .

الله تعالی دې د ټولو حجاج کرامو حج قبول او زمونږ ټولو مسلمانانو صالح اعمال قبول کړي.

منبع : جریدة الرياض السعودية

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email