اوم – د شېدو ورکول

په مور باندې ديانتاً واجب ده چې خپل بچي ته تر دوو کالو پورې د خپلې سينې شېدې ورکړي .

الله جل جلا له فرمايي : [وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلاَدَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ وَعلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ] (البقرة:۲۳۳).

ژباړه: او د کوم پلار چې دا هيله وي چې اولاد يې د تي رودنې په ټوله موده کې تی وروي نو ميندې دې خپلو بچيانو ته پوره دوه کاله تی ورکړي ، په دې صورت کې به د ماشوم پلار په ښه شان هغوی (مور او ماشوم ) ته خواړه او جامې ورکوي.
هغه صورتونه چې پی ورکول واجب نه دي :
۱- که سړی مالدار وي او هغه خپل بچی د اجرت په بدل کې بلې ښځې ته د تي ورکولو لپاره ور کولای شي ، په شرط ددې چې ماشوم د بلې ښځې تی وروي کچېرې ماشوم د مور څخه پرته د بل چا تی نه روي نو پر مور باندې يې د تي ورکول واجب دي .
۲- که مور مريضه وي يا ډيره کمزورې وي چې که ماشوم ته پی ورکړي هغې ته نقصان رسيږي نو په دې صورت کې ښځه د تي ورکولو مسئوليت نه لري او پلار هغه د تي په ورکولو نه شي مجبورولای ، لقوله سبحانه وتعالی :«لاَ تُضَآرَّ وَالِدَةٌ بِوَلَدِهَا … الايه»

يعنې : نه دې مور له دې امله ازار ورسول شي چې ماشوم د هغې دی.
که ښځه مغذوره نه وي خو د استراحت او له تکليف څخه د بچ کيدو په وجه پی نه ورکوي نو داسې کول ګناه او نافرماني ده او بل دا چې د خپل اولاد سره د محبت نه ساتل دي چې هغه د خپلو پيو نه محروموي ځکه د پيو اثر صرف د ماشوم په جسم پورې اړه نه لري بلکي د هغه په ديني تربيه او اخلاقو هم لوی اثر لري .
او که چيرې مور معذوره وي او پلار بې وسه وي نو د ماشوم مسئوليت د اسلامې حکومت په غاړه دی اسلامې حکومت به د ماشوم د پيو او روزنې مصارف په غاړه اخلي .

Print Friendly, PDF & Email