شپږم – د ماشوم (ختنه) سنت کول

د ماشوم سنت کول د فطري سنتو څخه دی ، د اسلام شعار دی .

رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي :« الفطرة خمس: الختان، والاستحداد، وقص الشارب، وتقليم الأظفار، ونتف الآباط» ( متفق عليه ).

ژباړه: دا پنځه شيان د انسان د فطرت سليمه د تقاضا خاص احکام دي :

ختنه سنت کول ، د نامه لاندې ويښتو خريل ،د بريتو لنډول ، نوکونه پرې کول ، د تخرګونو د ويښتانو اخستل  .

د سنت کولو د وخت په اړه د فقهاء کرامو څو قولونه دي :

۱ قول – د کوچنيتوب څخه د تمیز تر سن پورې .

۲ قول – د اووه کلنۍ نه تر لس کلنۍ پورې .

۳ قول– د هغه سن څخه چې ماشوم يې طاقت ولري تر لس کلنۍ پورې ځکه په لس کلنۍ کې د لمانځه امر شوی دی .

(الموسوعة الفقهية ۱۹/۲۹ ).

خو د ځنو علماؤ رايه دا ده چې د اوو کلونو د عمر په د ننه کې غوره او اولی دی .

ځګه د ماشوم والدينو ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم دا دی چې په اوه کلنې کې مو اولاد ته د لمانځه کولو حکم وکړﺉ ، ختنه يا سنت کول له طهارت سره تړلي دي .

د سنت کولو حکمت:

الف): ديني حکمت :

۱- د حنفي دين فطرت او د اسلام شعار .

۲- مسلمان له غير مسلمان څخه جلا کيږي .

۳- د الله تعالی په بنده ګۍ باندې اقرار .

ب) : صحي حکمت :

د ماشوم د ختنې په وسيله د نظافت مراعات او د ډيرو امراضو مخنوی کيږي

دوکتور صبري پخپل کتاب «حياتنا الجنسية» کې د ختنه اطفال ځينې صحي ګټې په لاندې ډول بیان کړې دي :

۱- د شحمي افرازاتو څخه خلاصون کوم چې د وينې د ميکروبي کېدو او په سوزاک باندې د اخته کېدو سبب ګرځي .

۲- د آلت د پراختيا پر مهال حفشه له خطر نه ساتل .

۳- ختنه شوي کسان په سرطان باندې لږ اخته کيږي .

۴- طفل د شپې له ميتيازو کولو منع کيږي .

۵- د (Phimosis) د درد څخه مخنوی کوم چې د آلې د نل د تنګوالی څخه پيدا کيږي .

(تربيه الطفل في الاسلام / سيما راتب ص ۳۳ ،تربية الأولاد في الإسلام /عبدالله ناصح ۱/۱۱۶)

Print Friendly, PDF & Email